ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالان: د ننګرهار د پوهنې پر ضد شعوري کار روان دی

مدني فعالان: د ننګرهار د پوهنې پر ضد شعوري کار روان دی

author avatar
8 Nov 2015 - 14:23
مدني فعالان: د ننګرهار د پوهنې پر ضد شعوري کار روان دی
author avatar
8 Nov 2015 - 14:23

جلال اباد (پژواک، ۱۷ لړم ۹۴): د ننګرهار يو شمېر مدني فعالان وايي چې د دغه ولايت د پوهنې پر ضد د يو شمېر کسانو له لوري پلان شوی او شعوري کار روان دی.

مدني فعالانو دا څرګندونې د ياد رياست د "تصديق پاڼو" د مسوول استاد غني فاروقي د ګوښه کېدو په غبرګون کې وکړې او د هغه د بيا ګومارنې غوښتنه يې وکړه.

ويل کېږي چې استاد فاروقي روانه اوونۍ له پوهنې وزارته د مکتوب پر بنسټ له خپلې دندې بلې دندې ته تبديل شوی، خو مدني فعالان يې تبدلي يا ممکنه ګوښه کېدل ناسم کار بولي.

مدني فعال ضياءالدين همت مل په جلال اباد کې د مدني فعالانو په غونډې کې وويل: ((د ننګرهار د پوهنې پر ضد شعوري کار روان دی.))

همت مل زياتوي چې د پوهنې رياست د تصديق او شهادتنامو مديريت مهمه اداره ده او د ده په وينا ښايي ځينې کړۍ ترې ناسمه ګټه پورته کړي.

ده زياته کړه: ((زه وړاندوينه کوم چې تر دې وروسته به داسې کسان د ننګرهار د پوهنې رياست شهادتنامې ترلاسه کړي چې د ښوونځي مخ به يې هم نه وي لېدلی، بله دا چې ټاکنې را روانې دي، ښايي ځيني کسان ترې شهادتنامې واخلي.))

د مثبت بدلون ټولنې مشر بصير سباوون بيا وايي چې د پوهنې وزارت نه بايد پر خپل سر دغسې تبديلۍ وکړي چې سيمه ييزې ادارې ورسره همغږې نه وي.

د سباوون په وينا: ((فاروقي دا مديريت په ښه امانتدارۍ سره کاوو، وېره شته چې په راتلونکي کې له دې ادارې ناړوه استفاده وشي.))

استاد غني فاروقي بيا په دې غونډه کې وويل چې د اداري اصلاحاتو د قانون پر خلاف ګوښه شوی او خپل حقوق غواړي.

بلخوا د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري پژواک ته وويل چې د پوهنې وزارت د دوی له نظر پرته د استاد فاروقي پر ځای بل کس ټاکلی دی.

دی وايي: ((شهادتنامو په مديريت کې د مدير په ګډون څلور نور کسان کار کوي چې معادل پوستونه دي، د همدې ادارې يوه کارکوونکي د وزير په امر يو مکتوب راووړ، موږ رد کړ، بيا يې بل امر راووړ، موږ بيا رد کړ، درېيم ځل يې فوق العاد امر راووړ چې په کې ليکلي دي، ياد کس دې بې له ځنډه د دې ادارې د مدير په صفت مقرر شي.))

دی مني چې استاد فاروقي يو امين مامور دی او دوی يې په همدې اداره کې بل پوست ته په تبديلۍ نه دي خوښ؛ ځکه د ده په وينا دا يوه ډېره مهمه اداره ده.

له دې سره سره د مدني فعالانو په ياده غونډه کې مدني فعال ډاکټر اسدالله ښاليز د پرېکړه ليک په ډول رسنيو ته وويل چې له پوهنې رياست سره په دې اړه خبرې کوي او که غوښتنه يې ونه منل شي د دغه رياست دروازه به وتړي.

پوهنې رياست د شهادتنامو نوي مدير او په خپله د پوهنې وزارت بيا په دې غبرګون څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.