ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره د مارجې له ځينو سيمو وتلي يو

چارواکي: د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره د مارجې له ځينو سيمو وتلي يو

author avatar
8 Nov 2015 - 16:20
چارواکي: د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره د مارجې له ځينو سيمو وتلي يو
author avatar
8 Nov 2015 - 16:20

لښکرګاه (پژواک، ١٧ لړم ٩٤): په هلمند کې امنيتي چارواکي وايي چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي له امله د مارجې ولسوالۍ ځينې سيمې يې له ولکې وتلې دي.

د شاوخوا شلو ورځو راهې سيد هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه په باباجي سيمه کې او د نادعلي ولسوالې په ځينو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده خو تيره اونۍ بيا ياده جګړه د مارجې ولسوالۍ څنډو ته هم وغځيده.

په هلمند کې د ميوند قول اردو قوماندان جنرال محمد معين فقير د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې په مارجې ولسوالۍ کې وسله وال طالبان د خلکو په کورونو کې پټ شوي او له هغه ځايه پر امنيتي ځواکونو ډزې کوي.

هغه زياته کړه  ((د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي له امله د دې ولسوالۍ يو شمير سيمې زموږ له ولکي وتلي دي.))

د فقير په  وينا ځيني داسې پلانونه يې جوړ کړي چې د ملکي مرګ ژوبلې پرته د مارجې ولسوالۍ ټولې سيمي بيرته له طالبانو ونيسي.

هغه وايي چې وسله وال د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د جګړې توان نه لري خو په تبليغاتي جګړه کې له دولت څخه مخکې دي.

ده په يو شمېر رسنيو هم نيوکې وکړې چې يواځې د وسله والو طالبانو په ځينو ادعاو خبر جوړوي او خلکو ته اندېښنې پيدا کوي.

هغه دا هم وويل چې د مارجې ولسوالۍ له سقوط مخ نه ده او ډېر ژر به له لاسه وتلي سيمي بيرته ونيسي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله وال طالبان  ادعا کوي چې پرون او نن يې په مارجې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو څلور پوستې او دوه قرارګاوې نيولي دي.

د طالبانو په وينا له يادو پوستو او قرارګاو څخه يې يو شمير وسلې او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.

په دې وروستيو کې د هلمند ولايت د مرکز په ګډون په ډيرو ولسواليو کې امنيتي حالات ترينګلي شوي دي.

د يادو حالاتو د څېړنې په موخه تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني هلمند  ولايت ته يو پلاوى استولى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.