ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږکال د زرنج – دلارام پر لاره بېلابېلو پېښو کې ٣٢تنه مړه او لسګونه نور ټپيان شوي

سږکال د زرنج – دلارام پر لاره بېلابېلو پېښو کې ٣٢تنه مړه او لسګونه نور ټپيان شوي

author avatar
9 Nov 2015 - 18:21
سږکال د زرنج – دلارام پر لاره بېلابېلو پېښو کې ٣٢تنه مړه او لسګونه نور ټپيان شوي
author avatar
9 Nov 2015 - 18:21

 زرنج ( پژواک، ١٨لړم ٩٤ ): د نيمروز ولايت په زرنج – دلارام لويه لاره د ماينونو او ترافيکي پېښو له امله سږکال څه باندې ٣٠  ملکي او پوځي کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

دا لويه لار چې ٢١٤کيلومتره اوږدوالى لري، د هندوستان هېواد په ١٥٠ ميليونو ډالرو بلاعوضې مرستې په ٢٠٠٤ زېږديز کال کې قير شوې ده.

 د زرنج – دلارام لويه لار سره له دې چې د سوداګريزو توکو لېږد په برخه کې د افغانستان او ايران تر منځ د پام وړ بدلون راوستى ؛ خو ځينې سيمې يې د وسله والو مخالفينو له لوري د ماينونو او نورو چاودېدونکو توکو چاودنو له امله ويجاړې شوې دي  چې په دې پېښو کې مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوې ده.

د خاشرود ولسوال محمد هاشم نوروزى وايي چې روان کال کې د خاشرود- دلارام  پر لويه لار د ماينونو چاودنو کې ٢٠ امنيتي ځواکونه، ١٢ ملکي کسان وژل شوي او ٢٠ پولګټوي هم ويجاړ شوي دي.

په دې لړ کې يو تراکتور پر ماين وخوت او چلونکى يې ووژل شو، يوه ريکشا هم د ماين په چاودنه کې ويجاړه شوه چې  په کې سپاره  پلار، مور او ماشوم يې ژوند له لاسه ورکړ.

د خاشرود ولسوال پژواک ته وويل چې وسله وال مخالفين له ويجاړو ځايونوڅخه په ګټې اخيستو سره ماينونه خښوي ، ځکه قيريې له منځه تللى او په اسانۍ ماينونه ږدي.

هغه زياته کړه چې هره ورځ شاوخوا ٤٠٠ لوى باروړونکي او مسافروړونکي موټر پر دې لويه لار تګ راتګ کوي او د سړک خرابوالى د ترافيکي پېښو لامل هم ګرځي.

د نيمروز امنيه قوماندانۍ د ترافيکو امر سمونيار زرين وايي چې په روان کال کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٤٥ کسان د ترافيکي پېښو او ماينونو چاودنو له امله د زرنج – دلارام پر لويه لار وژل شوي او څه د پاسه ٩٠ نور ژوبل شوي دي.

د نوموړي په وينا، دا مرګ ژوبله د خاشرود، چخانسور او دلارام ولسواليوپر لويه لار رامنځ ته شوې ده.

 د روان کال په زمري مياشت کې يوه خونړۍ ترافيکي پېښه رامنځ ته شوه چې ١١ تنو ژوند له لاسه ورکړ او ٤٥ نور ټپيان شول.

يو ٣٠٣ ډوله مسافروړونکى موټر چې له کابل څخه د زرنج پر لور روان و د خاشرود ولسوالۍ دهمزنګ سيمه کې له سړک څخه ووت او نسکور شو چې لامل يې د سړک خرابوالى بلل شوى و.

 همداراز پر دې لويه لار د لړم مياشت کې  د دوو ٣٠٣ ډوله موټرو د چپه کېدو له امله، دوه کسان ووژل شول او څه باندې ٣٠ نور ټپيان شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.