ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داعش په کونړ کې جلب او جذب پيل کړى

داعش په کونړ کې جلب او جذب پيل کړى

author avatar
9 Nov 2015 - 15:51
داعش په کونړ کې جلب او جذب پيل کړى
author avatar
9 Nov 2015 - 15:51

جلال اباد (پژواک، ۱۸ لړم ۹۴): د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان وايي چې داعش په کونړ ولايت کې جلب او جذب پيل کړی او پر دغه ولايت د بريد پلان لري، خو زياتوي چې افغان سرتېري به يې مخنیوى وکړي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمدزمان وزيري د لړم په ۱۸مه په سېلاب قول اردو کې د خبري کنفرانس پر مهال وويل چې په ختيځ کې يې د وسله والو او داعش هغه پلان شنډ کړى چې غوښتل يې ځينې سيمې ونيسي.

وزيري زياته کړه: ((په تېرو دوو مياشتو کې وسله والو په کاپیسا، پروان، نورستان، کونړ لغمان کې ډله ييز بريدونه وکړل څو ولسوالۍ سقوط کړي، همدا شان داعش غوښتل د شينوارو ولسوالۍ ونيسي خو ونه توانېدل.))

د وزيري په وينا چې داعش وسله وال په ننګرهار ولايت کې کمزوري شوي او له ډېرو سيمو شړل شوي، خو په کونړ کې يې جلب او جذب پيل کړی دی.

ده زياته کړه: ((داعش په کونړ کې عملي جګړه نه ده پيل کړې، ولې پلان لري چې پر دغه ولايت بريد وکړي، زموږ سرتېري يې د دغه پلان مخنیوی کولی شي.))

هغه ونه ويل چې دغه پلان د ياد ولايت د کومو ولسواليو لپاره نيول شوی دی.

د قول اردو قوماندان په تېرو دوو مياشتو کې د خپلو سرتېرو لاسته راوړنې د يادونې وړ بولي او وايي: ((موږ په دې موده کې په بېلابېلو سيمو کې ۶۳۵ وسله وال وژلي، ۴۱۴ مو ټپيان کړي او ۶۰ شکمن مو نیولي. په دې موده کې زموږ ۱۱ سرتېري وژل شوي او ۱۸ ټپيان دي.))

دغه پوځي چارواکي امنیتي وضعيت د ډاډ وړ وباله او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې له افغان سرتېرو سره همکاري ډېره کړي.

نوموړي دا هم وويل: ((وسله وال د ماتې له خوړلو وروسته پوه شوي، اوس له يوې او بلې سيمې خپل کسان راټولوي او ډله ييز بريدونه کوي، خو له افغان سرتېرو سره د جګړې توان نه لري.))

نوموړي زياته کړه چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې يې له وسله والو ډېرې سيمې نيولې او په هغو سيمو کې چې اړتيا ده، د سيمه ييزو پوليسو پوستې ډېرې شوې دي.

داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.