ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات بڼوال: حکومت دې مميزو ته بازار ومومي

د هرات بڼوال: حکومت دې مميزو ته بازار ومومي

author avatar
9 Nov 2015 - 15:42
د هرات بڼوال: حکومت دې مميزو ته بازار ومومي
author avatar
9 Nov 2015 - 15:42

هرات ښار (پژواک، ١٨ لړم ٩٤): سږ کال په هرات کې د مميزو د توليد کچه د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړه شوې، خو د دغه ولايت بڼوال د خپلو توليداتو لپاره د مارکېټ د نشتوالي له اړخه اندېښنه لري.

د هرات د کرنې رياست مرستيال بشيراحمد احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هرات کې سږ کال د مميزو توليد ٢٠زره ټنو ته لوړ شوى دى.

احمدي زياته کړه چې په روان کال کې د انګورو د حاصلاتو د لوړوالي په سبب د مميزو توليد هم زيات شوى دى.

هغه زياته کړه چې تېر کال هم له اتو تر لسو زورو ټنو پورې مميز له هرات ولايته ترلاسه شوي وو، خو سږ کال د انګورو حاصلاتو د ډېردو، د کشمش خانو جوړېدو، د انګورو د توليد په اړه د بڼوالو پوهول، مناسبې اوبه او هوا د دې لامل شوي چې ٢٠زره ټنه زياتوالى په کې راشي.

نوموړي زياته کړه چې ډېر باغونه د هرات په ګذرې، انجيل، پښتون زرغون او اوبه ولسواليو کې دي، ځکه خو د توليد شوو مميزو ډېره برخه له همدې ولسواليو څخه تر لاسه شوې ده.

په ورته وخت کې د ګذرې ولسوالۍ د انګورو د توليداو بڼوالو د ټولنې مشر قيام الدين حبيبي د انګورو پر توليد د خوښۍ څرګندولو تر څنګ پژواک ته وويل چې د مميزو د توليد په برخه کې بڼوالو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندې کول د دې لامل شوي چې سږ کال په دې ولسوالۍ د مميزو توليدات زيات شي.

هغه زياته کړه: ((د مميزو د توليداتو د زياتوالي لامل، ښې اوبه او هوا، د کروندګرو پوهول او مډرنې سړې خونې دي.))

د ده په خبره، يواځې سږ کال ٣٣ "د مميزو معياري خونې" د بڼوالۍ او مالدارۍ پروګرام په مرسته په ګذرې ولسوالۍ کې د بڼوالو لپاره جوړې شوې دي.

د گذرې ولسوالۍ يوه بڼوال غلام سرور په روان کال کې د مميزو د توليداتو پر زياتېدو د خوښۍ څرګندولو تر څنګ پژواک ته وويل: ((د خپلو مميزو او انګورو لپاره د پلور ښه بازار نه لرو، دولت دې په دې برخه کې کلکه پاملرنه وکړي.))

د دې ولسوالۍ يوه بل بڼوال عزيزاحمد هم اندېښنه څرګنده کړه چې په دغه ولايت کې د مميزو توليدات ښه بازار نه لري او بهر ته هم نه صادرېږي.

د هرات پوهنتون د کرنې پوهنځي محصل فيروز محمدي وايي چې افغانستان يو کرنيز هېواد دى او د خلکو په ځانګړي ډول د کروندګرو د پر ځان بسيا کېدنې يواځېنۍ لار دا ده چې کرنيز سکتور ميکانيزه شي. هغه له دولته غوښتنه وکړه، څو د دوى د توليداتو د پلور لپاره بهرنى مارکېټ پيدا کړي.

د ده په خبره، د دې تر څنګ بايد حکومت د افغانستان د اوبو له بې ځايه بهېدو مخنيوى وکړي او کروندګرو ته دې سړې خونې جوړې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.