ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان- کندوز لويه لاره له شپږو ورځو وروسته خلاصه شوه

د بغلان- کندوز لويه لاره له شپږو ورځو وروسته خلاصه شوه

author avatar
10 Nov 2015 - 13:01
د بغلان- کندوز لويه لاره له شپږو ورځو وروسته خلاصه شوه
author avatar
10 Nov 2015 - 13:01

 پلخمري(پژواک،١٩ لړم ٩٤): لاريون کوونکو د ارګ له استول شوي پلاوي سره تر خبرو وروسته د بغلان – کندوز لويه لاره د ترافيکو پرمخ خلاصه کړه.

دا لاريونونه د تېرې پنجشنبې په ورځ په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې پيل شول او لاريون کوونکو هره ورځ له سهاره تر ماښامه دا لاره بندوله او يواځې د شپې له خوا يې موټرو ته د تګ اجازه ورکوله.

 د بغلان –کندوز لويه لاره چې کابل له نهو شمالي او شمال ختيځو ولايتونو سره نښلوي، نن سهار اووه بجې هم تړل شوې وه، خو مرکزي بغلان ته د ارګ د پلاوي له دويم ځلي تګ او له لاريون کوونکو سره تر خبرو وروسته نن له غرمې وړاندې شاوخوا ١١ بجې بېرته پرانېستل شوه.

تېره ورځ له لاريون کوونکو سره د پلاوي خبرې بې پايلې پاى ته رسېدلې وې.

د استول شوي پلاوي مشر وحيدالله سباوون، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له لاريون کوونکو سره يې د هغوى د غوښتنو په اړه خبرې روانې دي او لويه لاره يې له ځنډ پرته د ترافيکو پرمخ پرانېستې ده.

 انجنير زلمي زهير چې د لاريون کوونکو له خوا د استازي په توګه ټاکل شوى، وويل:((اوس مو لويه لاره پرانېستې او له پلاوي سره مو خبرې دوام لري، وورسته به څرګنده شي چې دولت زموږ غوښتنو ته څه ځواب راکوي که نه!))

د لارې له تړلو د هغوى موخه پر دولت د فشار راوړل دي چې ولايت او پوهنتون له پلخمري نه مرکزي بغلان ته ولېږدوي.

د بغلان ولايت مرکز له مرکزي بغلان څخه په ١٣٦٨لمريز کال کې د ډاکټر نجيب الله د حکومت پرمهال چې سيد جعفر نادري ددې ولايت والي و، پخلمري ته لېږدول شوى دى.

 د اقتصاد، انجنيري او کرنې پوهنځي له يو نيمې مياشتې راهيسې د امنيتي ستونزو په سبب مرکزي بغلان ته څېرمه له پوزه ايشان سيمې پلخمري ښار ته لېږدول شوي او سيمه ييز چارواکي وايي چې پوهنځي به بېرته پخوانيو ځايونو ته ولېږدول شي.

 مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر د لويې لارې دواړو غاړو ته ولاړ وو او د لارې له خلاصېدو سره د خپل منزل پر لوري روان شوي دي.

د ويلو ده چې دا ستونزه تر دې کچې جدي وه چې لاريون کوونکو دوه ورځې وړاندې يوې جنازه ته هم له دې لارې د تېرولو اجازه ورنه کړه او وړونکي يې اړ شول چې په اوږو يې له سړک څخه تېره کړي او بيا يې بل موټر کې د بغلان نهرين ولسوالۍ ته ولېږدوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.