ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې د نرخونو کنټرول ته د حکومت په پاملرنې ټينګار وکړ

مشرانو جرګې د نرخونو کنټرول ته د حکومت په پاملرنې ټينګار وکړ

author avatar
10 Nov 2015 - 20:11
مشرانو جرګې د نرخونو کنټرول ته د حکومت په پاملرنې ټينګار وکړ
author avatar
10 Nov 2015 - 20:11

کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٤): مشرانو جرګې د لومړنيو توکو په ځانګړې توګه د نفتي موادو نرخونو لوړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او حکومتي مسوولين يې له بازار څخه په نه څارنې ګرم وبلل  او وپتېيل شوه، چې د سوداګرۍ وزير عمومي غونډې ته ور وبلل شي.

د مشرانو جرګې غړي مير عزيزالله واصفي وويل: "د ګازو بيه له ٤٥ افغانيو څخه ٧٠ ته لوړه شوې ده، څوک نشته چې څارنه وکړي، تل د ژمې موسم کې اقتصادي مافيا په دې کار لاس پورې کوي او حکومت هم نه شي کولى څارنه وکړي."

د دې جرګې بل غړي صفي الله هاشمي هم وويل: "د اوبلن ګاز ترڅنګ، ډالر او نور لومړني توکي هم لوړ شوي دي، خلک د ناامنيو ترڅنګ د لومړنيو او سوند توکو بيو له لوړېدو سره هم مخ دي."

هغه زياته کړه: "خلک چاته شکايت وکړي، څوک چې وس لري، که بيې ښکته او يا لوړې شي، اخلي يې، خو څوک چې توان نه لري، څه وکړي؟"

په دې جرګه کې د کابل خلکو استازي فرهاد سخي وويل: "د لومړنيو او سوند موادو نرخونه لوړ تللي دي، د ازاد بازار په نوم مافيا غواړي چې د خلکو ويني وڅښي، خو هېڅوک نشته چې پام ورته وکړي."

د دې جرګې بل غړي نثار حارث هم د حکومت پر کړنو نيوکه وکړه او ويې ويل: "کومې پېښې چې تېر يو کال کې د ملي يووالي حکومت کې رامنځ ته شوې دي، سارى نه لري، د غونډو او کمېسيونونو جوړولو د خلکو يو درد هم دوا نه کړ، بايد د خلکو امنيت او اقتصاد ته پاملرنه وشي."

د جرګې يو شمېر نورو غړو هم له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د توکو بيې دې کنټرول کړي او غونډې ته يې  د سوداګرۍ وزير د رابللو غوښتنه  هم وکړه.

د اساسي قانون له مخې، د بازار اقتصاد د هېواد اقتصادي نظام په توګه منل شوى دى.

خو د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار چې د نن ورځې غونډې مشري يې کوله، وويل: "ازاد بازار په دې معنا دى، هر څوک چې څه غواړي، و دې کړي."

هغه اقتصادي کمېسيون ته دنده وسپارله، چې د راتلونکې اونۍ يوې عمومي غونډې کې دې د سوداګرۍ وزير محمد همايون رسا ور وبلي.

د ايزديار په وينا، هر پلورونکي په خپله خوښه د پلور نرخ ټاکي او هېڅ اداره نشته چې څارنه يې وکړي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي پژواک خبري اژانس ته وويل: "تر راتلونکې يوې اوونۍ پورې د نفتي توکو په ځانګړې توګه اوبلن ګاز نرخونه به ثبات ومومي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.