غزني ، کلات ( پژواک، ١٩ لړم ٩٤ ) : چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو د درېيو مېرمنو په ګډون اته تنه تښتول شوي کسان خوشې او نن يې غزني ولايت کې کورنيو ته وسپارل.
د غزني د جاغوريو ولسوالۍ ولسوال ظفر شريف د لړم په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان د قومي مشرانو د هلو ځلو په پايله کې خوشې شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دوى نن د ګيلان او جاغوريو ولسوالۍ ترمنځ سيمه کې دوى ته سپارل شوي دي.
د نوموړي په وينا، په خوشې شويو کسانو کې دوه مېرمنې، يو هلک او پنځه نارينه دي.
ولسوال وايي چې په خوشې شويو کسانو کې يې درې تنه د جاغوريو او پنځه نور يې د نورو ولايتونو اوسېدونکي دي.
ظفر شريف وويل چې په دې کسانو کې يې پنځه تنه د هغو ٣١ کسانو له ډلې څخه دي، چې تېر کال د داعش وسله والو د زابل ولايت په مربوطاتو کې تښتولي وو، ٢٠ تنه يې پخوا خوشې شوي او ١١ تنه ورسره وو.
د نوموړي په وينا، پاتې درې کسان د هغو تښتول شويو کسانو له ډلې څخه دي چې په وروستيو دوو درېيو مياشتو کې تښتول شوي وو.
تر دې مخکې نن سهار د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال پژواک اژانس ته ويلي و، چې وسله والو طالبانو د داعش له ولکې څخه پنځه ملکي وګړي چې درې يې ښځې وې، خوشې کړي دي.
هغه زياته کړې وه، چې دا ملکي وګړي په دې وروستيو کې د داعش اړوند ازبک وسله والو يرغمل نيولي وو.
د زابل ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې هم پژواک ته ومنله چې ياد کسان د داعش وسله والو له خوا تښتول شوي وو، خو طالبانو چې د داعش سيمې ونيولې، نو ياد کسان يې خوشې کړي دي.
د يادونې ده چې دوه ورځې مخکې د داعش وسله والو د غزني د جاغوريو ولسوالۍ اووه ملکي وګړي چې څلور يې مېرمنې وې، وژلي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن