ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر: د سولې لپاره پر يوه ميکانيزم يا يوه هېواد اتکا نه کوو

اتمر: د سولې لپاره پر يوه ميکانيزم يا يوه هېواد اتکا نه کوو

author avatar
11 Nov 2015 - 19:04
اتمر: د سولې لپاره پر يوه ميکانيزم يا يوه هېواد اتکا نه کوو
author avatar
11 Nov 2015 - 19:04

کابل (پژواک، ٢٠ لړم ٩٤): د ملي امنيت سلاکار وايي چې د افغانستان حکومت د سولې پروسې لپاره پر يوه ميکانيزم يا يو هېواد اتکا نه کوي او د دې لپاره يې پر سيمه ييزې اجماع کار روان کړى دى.

د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر دغه څرګندونې نن د بلجيم په بروکسل ښار کې د اروپايي اتحاديې له سياسي او امنيتي مشرانو سره د يوې غونډې پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړه چې د ملي امنيت سلاکار له هندي چارواکو سره تر خبرو وروسته پرون نېغ په نېغه له نوي ډيلي څخه بروکسل ته رسېدلى دى.

د نوموړي په وينا، حنيف اتمر په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې د سياسي او امنيتي شورا له غړو سره وکتل او د افغانستان پر عمومي وضعيت او راتلونکې يې خبرې ورسره وکړې.

غورځنګ وايي، د اروپايي اتحاديې امنيتي او سياسي کمېټې د افغانستان د ملي يووالي حکومت د لاسته راوړنو ستاينه وکړه او د اصلاحاتو د تطبيق او له فساد سره د مبارزې په برخو کې يې د افغان حکومت د اقداماتو ستاينه وکړه.

د هغه په وينا، د اروپايي اتحاديې د سياسي او امنيتي شورا استازو وويل چې د ملي يووالي حکومت د نړيوالې ټولنې لپاره غوره شريک دی او د دې ټولنې پاملرنه يې يو ځل بيا د افغانستان مسايلو ته را ګرځولې ده.

د ملي امنيت شورا وياند وايي چې د اروپايي ټولنې  سياسي او امنيتي شورا د سولې پروسې، ملي او سياسي اجماع او اروپا ته د افغانانو د کډوالۍ په اړه هم خپلې اندېښنې او پوښتنې د ملي امنيت له سلاکار سره شريکې کړې.

غورځنګ زياتوي، د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر د يادې شورا غونډې ته وويل چې د ملي يووالي حکومت د خپلو بنسټو پر پياوړتيا او د ملي او سياسي اجماع پر ټينګښت کار کوي.

د اتمر په وينا، د افغانستان دولت د سولې ټينګښت ته ژمن دی خو د سولې هغو خبرو ته کېني چې د افغانستان خلک ډاډ پيدا کړي چې دښمن له ترهګريزو کړنو لاس اخيستی دی.

نوموړي زياته کړه: ((د افغانستان حکومت د سولې لپاره پر څو اړخيزو پروګرامونو کار کوي، يواځې پر يوه ميکانېزم يا يوه هېواد اتکا نه کوي.))

که څه هم د ملي امنيت سلاکار د کوم هېواد نوم ياد نه کړ، خو بايد وويل شي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې لومړى پړاو خبرې د روان لمريز د چنګاښ په مياشت کې د پاکستان په منځګړيتوب او همکارۍ په اسلام اباد کې ترسره شوې.

د غورځنګ په وينا، په دې لېدنه کې د ملي امنيت سلاکار د اروپايي اتحاديې د امنيتي او سياسي شورا له استازو غوښتنه وکړه چې تر دوه زره شپاړسم کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.