کابل (پژواک،٢٠ لړم ٩٤): د ولسي جرګې ځينو غړو د هېواد امنيتي وضعيت د خرابېدو او د اوو ملکي وګړو د سر پرې کېدو په اعتراض کې د ملي شورا ګډې غونډې ته د ملي يووالي حکومت د مشرانو د وربللو غوښتنه وکړه.
د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ د داعش وسله والو د غزني ولايت جاغوري ولسوالۍ اووه اوسېدونکي وتښتول چې د لړم مياشتې په ١٧مه نېټه د ملا اختر محمد منصور او ملا منصور دادالله د وسله والو ډلو د نښتو په ترڅ کې داعش وسله والو له دغو کسانو د زابل د ارغنداب په سردرې سيمه کې سرونه پرې کړل.
د قربانيانو په منځ کې درى ښځې او يوه کوچنۍ نجلۍ هم شته.
د هرات د خلکو استازي غلام فاروق مجروح نن د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې وويل: ((وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي، د داعش فعاليتونه پراخېږي، په ننګرهار پوهنتون کې د داعشي افکارو خپرېدل، د اوو کسانو له سر پرې کېدو ډېر خطرناک دي.))
دوې ورځې وړاندې د ننګرهار پوهنتون محصلينو د ليليې د ستونزو د حل په موخه لاريون وکړ او ځينو يې د طالبانو او داعش سپين او تور بيرغونه پورته کړي وو.
مجروح وويل، د ملي يووالي حکومت امنيتي چارواکي او مشران په څه بوخت دي؟ بايد جرګې ته را وغوښتل شي، څو د داعش د فعاليت او هېواد د اوسني وضعيت په اړه استازو ته ځواب ورکړي.
د اساسي قانون د ٦٩مې مادې له مخې، ولسمشر د ملت او ولسي جرګې پر وړاندې د دې مادې له احکامو سره سم مسوول دى.
د اروزګان د خلکو استازي عبيدالله بارکزي وويل: ((د دې وخت را رسېدلى چې ولسمشر او اجرائيه رييس را وغوښتل شي، وضعيت ورځ تر ورځې خرابېږي.))
د کابل د خلکو استازي داوود کلکاني وويل: ((د افغانستان وضعيت نازک دى، موږ په تېرو څو مياشتو کې د ولايت او ولسواليو د سقوط شاهدان يو، د ملي شورا جرګې دې جوړې شي او د حکومت له دواړو مشرانو دې وغوښتل شي، څو د اوسني وضعيت په اړه قانع کوونکى ځواب ورکړي.))
کلکاني زياته کړه چې په همدې موخه، ليکنى وړانديز چمتو شوى او د ولسي جرګې ځينو غړو هغه لاسليک کړى او ټاکل شوې چې د مشرانو جرګې يو شمېر غړي يې هم لاسليک کړي.
هغه د ملي شورا له غړو غوښتنه وکړه چې د اوسني وضعيت په اړه د معلوماتو وړاندې کولو لپاره لاسليک وکړي.
د پروان د خلکو استازي عبدالستار خواصي هم د ملي شورا ګډې ناستې ته د ملي يووالي حکومت د مشرانو د راغوښتلو غوښتنه وکړه او وويل: ((که چېرې د فتنې مخنيوى ونه شي، نو هېڅوک به هم خوندي نه وي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن