کابل (پژواک، ٢٠ لړم ٩٤): هغه لاريون کوونکي چې د غزني د اوو ملکي وګړو د سر پرې کېدو په غبرګون کې يې يې لاريون کړى، اوسمهال د ارګ مخې ته راټول شوي او د شعارونو په ورکولو سره د حکومت د مشرانو د استعفا غوښتنه کوي.
د ښځو په ګډون زرګونو کسانو نن سهار اووه بجې د پل سوخته له مزاري واټه لاريون پيل کړ او اوسمهال (له غرمې وروسته يوه بجه) د ارګ مخې ته رسېدلي او په ټينګار سره غوښتنه کوي چې د ملکي وګړو د سر پرې کوونکي دې بندي او مجازات شي.
دوى چې سر پرې کړي جسدونه هم له ځان سره لېږدوي، د داعش او حکومت ضد شعارونه ورکوي او د ولسمشر او اجرائيه رييس د استعفا غوښتونکي دي.
د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ د داعش وسله والو د غزني د جاغوري ولسوالۍ اووه کسه اوسېدونکي وتښتول چې د لړم مياشتې په ١٧مه نېټه د ملا اختر محمدمنصور او ملا منصور دادالله د وسله والو ډلو د نښتو په ترڅ کې داعش وسله والو له دغو کسانو د زابل د ارغنداب په سردرې سيمه کې سرونه پرې کړل.
د قربانيانو په منځ کې درى ښځې او يوه کوچنۍ نجلۍ هم شته.
حکومتي چارواکو تر اوسه د لاريون کوونکو د دغه خوځښت په اړه څه نه وو ويلي، ولسمشر اشرف غني امنيتي ارګانونو ته امر کړى چې په زابل کې د ملکي وګړو د سر پرې کولو د وروستۍ پېښې د عاملانو د پېژندلو، نيولو او عدالت ته د را کاږلو په برخه کې خپل ټول اړين اقدامات ترسره کړي.
په ورته وخت کې د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم له خپلو مرستيالانو سره تېره ورځ د کابل کوټه سنګي سمې ته ولاړ او له ځينو را ټولو شوو کسانو سره يې وليدل.
تېره ورځ هم د مدني ټولنې سلګونه فعالان د کابل ښار په زرنګار پارک را ټول شول او غوښتنه يې دا وه چې د دغو اوو کسانو تابوتونه دې کابل ته را وړل شي او دولت دې ملي وير اعلان کړي. دوى همدارنګه غوښتنه کوله چې د پېښې عاملان دې بندي او مجازات شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن