ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو ١٢ ملکي وګړي تښتولي

وسله والو ١٢ ملکي وګړي تښتولي

author avatar
11 Nov 2015 - 11:24
وسله والو ١٢ ملکي وګړي تښتولي
author avatar
11 Nov 2015 - 11:24

ګردېز (پژواک، ٢٠ لړم ٩٤): د پکتيا ولايت چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو له سيدکرم ولسوالۍ ١٢ ملکي وګړي له ځان سره بيولي دي.

د سيدکرم ولسوال نيازمحمد خليل د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېر ماښام دغه کسان له ځان سره بيولي دي.

هغه زياته کړه: ((ياد کسان تېر ماښام په دريو موټرو کې سپاره وو چې د بډم کنده له سيمې طالبانو له ځان سره وړي دي.))

ولسوال وايي چې د يادو کسانو د خلاصون په موخه يې له قومي مشرانو سره يو ځاى هڅې پيل کړې دي.

خو ده وويل چې طالبانو ياد کسان نا معلوم لوري ته بيولي دي.

دغه راز د سيد کرم ولسوالۍ د خنډخېلو سيمې اوسېدونکي عصمت الله پژواک ته وويل: ((تېر ماښام طالبانو له لويې لارې موټر را وګرځول او خلک يې تلاشي کول.))

د هغه په وينا، په پاى کې طالبانو درى موټر له کسانو ډک له ځان سره بوتلل.

له بل پلوه يوه سيمه ييز طالب د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې طالبانو تېر ماښام ١٢ ملکي وګړي نه، بلکې سيمه ييز پوليس وړي دي.

هغه په دې اړه له نورو  جزئياتو ورکولو ډډه وکړه.

د سيدکرم ولسوالۍ د چارواکو د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې هم وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي له بيولي دي چې ځيني يې بيا د قومي مشرانو په منځګړتوب بېرته را خوشي شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.