ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر د ناټو مشرانو ته د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه معلومات ورکړل

اتمر د ناټو مشرانو ته د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه معلومات ورکړل

author avatar
12 Nov 2015 - 12:20
اتمر د ناټو مشرانو ته د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه معلومات ورکړل
author avatar
12 Nov 2015 - 12:20

کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٤): د ملي امنيت سلاکار وايي چې افغان ملي دفاعي ځواکونه له هېواده د دفاع وړتيا لري، خو په ځينو برخو کې د نړيوالو مرستې ته بيا اړتيا شته.

د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ د لړم په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر پرون د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو له مشرانو سره دوه غونډې وکړې.

هغه زياته کړه، لومړۍ غونډ‌ه چې د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ سره وه، د افغانستان پر وروستيو امنيتي مسايلو او د ناټو پر راتلونکو همکاريو خبرې وشوې.

د غورځنګ په وينا، د دې ليدنې پر مهال د ملي امنيت سلاکار په ډاګه کړه چې افغان ملي امنيتي ځواکونه له هېواده د دفاع وړتيا لري، خو په ځينو برخو کې اوس هم د نړيوالو مرستو ته اړتيا لري، څو ښه تجهيز شي.

دى وايي چې د ناټو سرمنشي ژمنه ورکړه چې دا سازمان به تر ٢٠١٦ کال وروسته هم له افغان ملي امنيتي ځواکونو سره خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

د ناټو سرمنشي جينز سـټولټنبرګ د دې ليدنې پر مهال ويلي چې راتلونکې مياشت د ناټو د بهرنيو چارو وزيران او راتلونکى کال د ناټو سرمشريزه غونډه کې به د افغانستان په اړه د دغه سازمان د راتلونکي ماموريت او د مرستو پر څرنګوالي خبرې وشي.

د ملي امنيت شورا وياند وايي چې حنيف اتمر دغه راز د ناټو په مقر کې د دغه سازمان د شمالي انتلانتيک (ناک) له پوځي او سياسي مشرانو سره په يوه غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د ناټو د سرمنشي په ګډون د دغه سازمان د ٢١ هېوادونو سفيرانو او نورو استازو ګډون کړى و.

غورځنګ وايي چې د ملي امنيت سلاکار د غو‌نډې ګډونوالو ته د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه معلومات ورکړل او اوسنى وضعيت يې تشريح کړل.

د نوموړي په وينا، د غونډې ګډونوالو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د  ملي يووالي حکومت د اصلاحاتو په اړه معلومات وغوښتل چې د حنيف اتمر له خوا ورته وړاندې شو.

اتمر ويلي چې  د افغانستان حکومت  د اصلاحاتو پر يوه لوى پروګرام کار پيل کړى چې په ترڅ کې به يې په امنيتي، اقتصادي، او سياسي سکتورونو کې اصلاحات راوستل کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.