جلال اباد (پژواک، ٢١ لړم ٩٤): چارواکي وايي چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د روانو عملياتو په ترڅ کې د دې ډلې ١٥ نور وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د لړم په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې د ګډو ملي امنيتي ځواکونو له خوا د اچين ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې عمليات روان دي.
هغه زياته کړه چې پرون د ملي ځواکونو د توپچي په ډزو کې چې د داعش مرکزونه يې په نښه کړي، ١٥ وسله وال وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.
د مشرقيوال په وينا، د دغو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه د داعش د لسګونو وسله والو د وژلو ترڅنګ ګڼ شمېر سيمې د هغوى له شتونه پاکې شوې دي.
دى وايي چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او د سيمې اوسېدونکو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د نويد شينواري په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي هم جګړه تاييدوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
د داعش وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
اچين د ننګرهار ولايت يو له نا امنو ولسواليو څخه ده، چېرې چې ټيلېفونونه کار نه کوي او د جګړو په اړه د خپلواکو سرچينو له خوا معلومات ترلاسه کول ستونزنمن کار دى.
د يادونې ده، له تېرو دريو مياشتو راهيسې په اچين ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پر ضد په وقفه يي ډول عمليات روان دي.
د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، تر اوسه په دې ځمکنيو او هوايي عملياتو کې د داعش سلګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اچين ولسوال وايي چې د داعش ډېرى وسله وال پاکستانيان دي چې د ډيورنډ له پولې را اوښتي وو، خو اوس په جګړه کې تر ماتې وروسته بېرته خپلو سيمو ته د تېښتې په حال کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن