ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اچين کې د داعش ١٥ وسله وال وژل شوي

په اچين کې د داعش ١٥ وسله وال وژل شوي

author avatar
12 Nov 2015 - 12:10
په اچين کې د داعش ١٥ وسله وال وژل شوي
author avatar
12 Nov 2015 - 12:10

جلال اباد (پژواک، ٢١ لړم ٩٤): چارواکي وايي چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د روانو عملياتو په ترڅ کې د دې ډلې ١٥ نور وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د لړم په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې د ګډو ملي امنيتي ځواکونو له خوا د اچين ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې عمليات روان دي.

هغه زياته کړه چې پرون د ملي ‌ځواکونو د توپچي په ډزو کې چې د داعش مرکزونه يې په نښه کړي، ١٥ وسله وال وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

د مشرقيوال په وينا، د دغو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه د داعش د لسګونو وسله والو د وژلو ترڅنګ ګڼ شمېر سيمې د هغوى له شتونه پاکې شوې دي.

دى وايي چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او د  سيمې اوسېدونکو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د نويد شينواري په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي هم جګړه تاييدوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

د داعش وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

اچين د ننګرهار ولايت يو له نا امنو ولسواليو څخه ده، چېرې چې ټيلېفونونه کار نه کوي او د جګړو په اړه د خپلواکو سرچينو له خوا معلومات ترلاسه کول ستونزنمن کار دى.

د يادونې ده، له تېرو دريو مياشتو راهيسې په اچين ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پر ضد په وقفه يي ډول عمليات روان دي.

د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، تر اوسه په دې ځمکنيو او هوايي عملياتو کې د داعش سلګونو وسله والو  ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اچين ولسوال وايي چې د داعش ډېرى وسله وال پاکستانيان دي چې د ډيورنډ له پولې را اوښتي وو، خو اوس په جګړه کې تر ماتې وروسته بېرته خپلو سيمو ته د تېښتې په حال کې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.