ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميوند کې ترافيکي پېښې ١١ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په ميوند کې ترافيکي پېښې ١١ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
12 Nov 2015 - 12:28
په ميوند کې ترافيکي پېښې ١١ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
12 Nov 2015 - 12:28

کندهار (پژواک، ٢١ لړم ٩٤): د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله ٦ تنه مړه شوي او ٥ نور ټپيان دي.

پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ تورې پوستې ته څېرمه د کندهار- هرات پر لويه لاره د افغان ځانګړو ځواکونو او ملکي وګړو د موټرو د ټکر له امله شوې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د لړم په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل افغان ځانګړي ځواکونه له هلمنده کندهار ته پر لاره و چې يو موټر يې د ملکي وګړو له سراچه موټر سره ټکر کړى دى.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې ٥ ملکي وګړي او يو د ځانګړو ځواکونو سرتېرى مړه شوي او ٤ ملکي وګړي او يو سرتېرى ټپيان شوي دي.

دى وايي، د پېښې ټپيان سمدستي د پوليسو له خوا روغتون ته رسول شوي، چې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

نوموړى وايي، د دې ترافيکي پېښې څېړنه پيل شوې، څو معلومه شي پېښه څنګه او ولې رامنځته شوې ده.

د يو بل خبر له مخې، وسله والو د نېش پخوانى ولسوال حيات خان تر تښتول کېدو وروسته وژلى دى.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، حيات خان چې مخکې د نېش ولسوالۍ ولسوال و او يو کال مخکې له دندې لرې شوى و، وړمه ورځ پر خپل موټرسايکل له کور څخه تر وتو وروسته نادرکه شوى و.

هغه زياته کړه، تېره ورځ ماښام ناوخته د هغه جسد د يادې ولسوالۍ په ميان کوه سيمه کې وموندل شو چې پر ډزو وژل شوى.

دى وايي، تر اوسه دا څرګنده نه ده چې ولسوال د وسله والو مخالفينو له خوا تښتول شوى او وژل شوى او که د شخصي دښمنۍ پايله ده.

خو ده وويل چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

وسله والو طالبانو هم په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.