کابل (پژواک ٢٣ لړم ٩٤): د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام اداره وايي، هڅه کوي په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو راتلونکو ټاکنو ته مالي ملاتړ پيدا کړي.
له اجرايه رياست څخه نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، نن په کابل کي د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام (UNDP) له عمومي مشرې هېلن کلارک سره وليدل.
سرچينه کاږي، په دې کتنه کې د افغانستان د سيمه ييزې حکومتولۍ د غښتلتيا او راتلونکو ټاکنو ته د مالي سرچينو پر موندنې بحث وشو.
سرچينې د هيلن کلارک له قوله ويلي، افغانستان د تېرو کلونو په ترڅ کې خورا زيات پرمختګ کړی او هيله لري، چې دوی د خپلو همکاريو په دوام کې له دې پرمختګ سره نوره مرسته وکړي.
هغې زياته کړې، دوی له اړوندو افغاني ادارو سره تر همغږۍ وروسته د محلي حکومتولۍ د تقويې او د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن کمولو نوي پروګرامونه تر لاس لاندې لري، چي په لنډه موده کې به پيل شي.
د نوموړې په وينا، دوی له خپلو نړيوالو همکارانو او مرسته کوونکو هېوادونو سره هم په اړيکه کې دي، چې په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو راتلونکو ټاکنو ته مالي ملاتړ ومومي.
د ملي شورا او ولسواليو شوراګانو راتلونکو ټاکنو مالي لګښت کابو ۱۲۰ ميليون ډالره اټکل شوی دی، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون په وينا، لاتراوسه يې د ټاکنو دا مالي بوديجه نه ده ترلاسه کړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن