ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: د ولايتي شورا غړي په انفرادي ډول د ولايت چارو کې لاسوهنې نه شي کولى

ولسمشر: د ولايتي شورا غړي په انفرادي ډول د ولايت چارو کې لاسوهنې نه شي کولى

author avatar
14 Nov 2015 - 17:06
ولسمشر: د ولايتي شورا غړي په انفرادي ډول د ولايت چارو کې لاسوهنې نه شي کولى
author avatar
14 Nov 2015 - 17:06

کابل (پژواک، ۲۳ لړم، ۹۴): ولسمشر غني وايي، د ولايتي شورا غړي په انفرادي ډول د ولايت په چارو کې د څارنې او لاسوهنې حق نه لري او د مداخلې په صورت کې به تر قانوني تعقيب لاندې ونيول شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سهار له واليانو، د ټولو ولايتونو د ولايتي شوراګانو له اداري پلاوو، امنيه قوماندانانو او د ولايتونو د ملي امنيت له مشرانو سره د وېډيو کنفرانس له لارې وکړې.

په هغې خبرپاڼه کې، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، راغلي چې ولسمشر له ګډونوالو په ناامنه ولسواليو کې د حکومت د حضور د پياوړتيا، د ځمکو د غصب د مخنيوي، د غصب شوې ځمکې او غاصبينو د فهرست او اندازې د برابرولو او د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په برخو کې د موثرې همغږۍ او همکارۍ مننه وکړه.

سرچينې د ولسمشر له قوله ويلي، د حکومت په پرمختيايي چارو کې د ولايتي شوراګانو د مشارکت د ښه والي په خاطر د هېواد د نافذه قوانينو مطابق د ولايتونو په دويم سل ورځني پلان کې ګټورې او موثرې برنامې ځاى کړې دي.

هغه د ولايتي شوراګانو غړو ته ډاډ ورکړى، چې ولايتي شوراګانې په سيمه ييزه حکومتوالۍ کې د خلکو د استازو په توګه اساسي رول ولري.

نوموړي د ولايتي شوراګانو څارونکي رول ته په اشارې وايي: "د ولايتي شورا هېڅ غړى په انفرادي توګه د ولايت د ادارو په چارو کې د څارنې او مداخلې حق نه لري او د ولايتي شورا هر غړى چې د ولايت د ادارو په چارو کې مداخله وکړي، نو تعقيب به شي."

ولسمشر د ولايتي شوراګانو ټاکنو ته په اشارې ويلي، د ټاکنو خپلواک کميسيون د ټاکنو له قانون سره سم د ولايتي شوراګانو د اداري پلاوي د ټاکنو د ترسره کولو مسووليت  لري.

هغه د ټاکنو کميسيون ته لارښوونه کړې، چې سبا (د لړم ۲۴مه) په ټول هېواد کې د ولايتي شوراګانو د اداري پلاوي ټاکنې رڼې او پر يو وخت ترسره کړي.

اشرف غني وايي: "هېچا ته به د ولايتي شوراګانو د داخلي ټاکنو د اوږدولو او په هغو کې د مداخلې اجازه نه ورکول کېږي او همدارنګه واليان مکلف دي، چې د شفافو ټاکنو د ترسره کولو زمينه برابره کړي او امنيتي ځواکونه دې د يادو ټاکنو امنيت تامين کړي."

د ده په وينا، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره دنده لري، چې د ولايتي شوراګانو مالي خپلواکي، چې د سيمه ييزې حکومتوالۍ د پاليسۍ په تعديل کې يې وضاحت ورکړل شوى دى، نهايي کړي.

هغه زياته کړې، د ۱۵ ولايتي شوراګانو ودانۍ بشپړې شوې، د ۶ ولايتي شوراګانو په ودانيو کار دوام لري او هڅه کېږي، د نورو ولايتونو د ولايتي شوراګانو د ودانيو کار هم بشپړ شي.

ولسمشر ويلي، د ۱۳۹۵ل کال په بودجه کې د ټولو ولايتي شوراګانو لپاره نقليه وسايط هم په پام کې نيول شوي دي او په نږدې راتلونکي کې به داستخدام قانون ته په پام د ولايتي شوراګانو د ملکي خدماتو کارکوونکي  د ولايت له تشکيل څخه جلا او په مستقل ډول د ولايتي شوراګانو په خدمت کې وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.