ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د ولسمشر پنځم تقنيني فرمان هم رد کړ

ولسي جرګې د ولسمشر پنځم تقنيني فرمان هم رد کړ

author avatar
14 Nov 2015 - 13:31
ولسي جرګې د ولسمشر پنځم تقنيني فرمان هم رد کړ
author avatar
14 Nov 2015 - 13:31

کابل (پژواک، ٢٣ لړم ٩٤): ولسي جرګې د ولسمشر پنځم تقنيني فرمان چې له مخې يې امنيتي ارګانونه د سرپرستۍ له قانونه مستثنى بلل شوي وو، د رايو  په اکثريت رد کړ.

ولسي جرګې د روان کال د غبرګولي مياشتې په لومړيو کې د سرپرستۍ د تنظيم قانون د تعديل طرحه  تصويب کړه چې له مخې يې هېڅوک هم په دولتي ادارو کې له دوو مياشتو زيات د سرپرست په توګه نه شي پاتې کېدلى.

خو ولسمشر د ملي شورا د اوړي په رخصتيو کې د يوه تقنيني فرمان د صادرولو له لارې امنيتي ارګانونه له دغه قانون نه مستثنى وبلل.

دا فرمان نن د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شو.

د دې جرګې د مرکزي تفتيش او قانون د څارنې کمېسيون مشرې اصفې شاداب وويل چې د ولسمشر دا فرمان د جرګې د کمېسيونونو په ګډه غونډه کې د ادارې تر منځ تبعيض او د جرګې په کار کې لاسوهنه بللې شوې ده.

په پاى کې د جرګې له ١٢٢ حاضرو استازو څخه ١١٥ غړو دغه فرمان ته د رد رايه ورکړه.

ولسي جرګې د لړم په ٩مه نېټه هم د  خپلواک بوديجوي واحد په توګه د جمهوري رياست د ملي اقتصاد مشاوريت دفتر د رامنځته کولو تقنيني فرمان رد کړ.

دې جرګې همدارنګه د تلې په ٢٩مه نېټه، پر عايداتو د مالياتو او ګمرکونو قانون د ځينو مادو د تعديل په اړه د ولسمشر دوه تقنيني فرمانونه د رايو په اکثريت سره رد کړي دي.

د تلې په ٢٢ مه نېټه د مخابراتي خدمتونو د لس سلنې محصول د وضع کولو په اړه د ولسمشر فرمان هم د رايو په اکثريت رد شوى و.

د اساسي قانون په ٧٩ مه ماده کې راغلي: ((حكومت كولاى شي د ولسي جرګې د تعطيل په حالت كې له بوديجې او مالي چارو پرته، د بېړنۍ اړتيا پر اساس تقنيني فرمانونه ترتيب كړي. تقنيني فرمانونه د ولسمشر تر توشېح وروسته د قانون حكم پيدا كوي.

تقنيني فرمانونه بايد د ملي شورا د لومړۍ غونډې تر جوړېدو وروسته د دېرشو ورځو په اوږدو كې هغې ته وړاندې شي اوكه د ملي شورا له خوا رد شي، خپل اعتبار له لاسه وركوي.))

ملي شورا د اوړي له رخصتيو وروسته د وږې په ١٥مه نېټه خپل کار پيل کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.