ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو طالب قوماندان د درېيم ځل لپاره له دولت سره يو ځاى شو

يو طالب قوماندان د درېيم ځل لپاره له دولت سره يو ځاى شو

author avatar
14 Nov 2015 - 14:01
يو طالب قوماندان د درېيم ځل لپاره له دولت سره يو ځاى شو
author avatar
14 Nov 2015 - 14:01

سرپل (پژواک،٢٣ لړم ٩٤): د سرپل چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان خال محمد د درېيم ځل لپاره له خپلو ٢٢ کسانو سره له دولت سره يو ځاى شوى دى.

خال محمد چې د دغه ولايت د مرکز د شيرمونو کلي اوسېدونکى دى، يو ځل تېر کال د زمري او بل ځل له دې نه وړاندې له خپلو ځينو کسانو سره دولت ته اوښتى و، خو وروسته بېرته له مخالفينو سره يو ځاى شو.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې خال محمد له خپلو ٢٢ وسله والو سره يو ځل بيا له دولت سره يو ځاى شو، خو ژمنه يې کړې چې نور به هېڅکله  هم له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى نه شي.

د ده په خبره، مخکې له دې چې خال محمد د سولې له پروسې سره يو ځاى شي، د دولت وسله وال مخالفين پرې خبر شوي وو او غوښتل يې چې مخنيوى يې وکړي، خو خال محمد ورسره ښکېل شو او سيمه ييز پوليس هم د خال محمد مرستې ته واستول شول.

هغه وويل چې له تېرو دوو  ورځو راهيسې په دې سيمه کې جګړه روانه ده او د (تخته شرقي و تخته غربي) کلی له مخالفينو نيول شوى دى.

نوموړي وويل چې په دې نښته کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى دى.

هغه د جزئياتو له ورکړې پرته زياته کړه چې په نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.