لښکرګاه(پژواک،٢٣لړم٩٤): د هلمند چارواکي وايي چې د وروستيو نا امنيو د مخنيوي په موخه سلګونه هلمندي ځوانان د پوليسو په ليکه کې شامل شوي دي.
په ولسي جرګه کې د هلمند استازي عبدالودود پوپل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوليسو په ليکو کې د ځوانانو د شاملولو موخه ملېشه جوړونه نه ده.
هغه زياته کړه: ((زموږ يواځېنې هدف دا دى چې د پوليسو ليکې پياوړې شي تر څو امنيت ټينګښټ ومومي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، يواځې د هلمند له ناوې ولسوالۍ سلګونه کسان چمتو شوي تر څو له دغه ولايته د دفاع په موخه د پوليسو په ليکه کې دندې ترسره کړي.
پوپل وايي: ((تر اوسه له ۴۰۰ زيات ځوانان د هلمند د امنیې قوماندانۍ په چوکاټ کې داخل شوي دي.))
د ولسي جرګې دغه غړي د هلمند پر خلکو غږ وکړ چې د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت په موخه له ملي ځواکونو ملاتړ وکړي.
دغه راز هلمند ولايت ته د اړوندې موضوع په اړه د کورنيو چارو وزارت د استول شوي پلاوي مشر مل پاسوال وکیل احمد هم پژواک ته وويل چې نوي نيول شوي کسان به د پوليسو له قانون او نورمونو سره سم دندې ترسره کوي.
هغه زياته کړه: ((موږ دغو کسانو ته امکانات برابروو او هره ورځ به دې پروسې ته سلګونه ځوانان جذبېږي.))
ده هم وويل چې نوي نيول شوي کسان ملېشې او يا هم له ملي ځواکونو جلا کوم بل ځواک نه دى.
په ورته وخت کې د دغو ځوانانو له ډلې د عبدالله په نوم يو تن پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د هلمند د مرکز په ګډون په ټول ولايت کې د نا امنۍ کچه لوړه شوې ده.
هغه وايي: ((د دې لپاره چې دا نا امني نوره هم ډېره نه شي نو ما هوډ وکړ چې د ملي پوليسو ليکو ته داخل شم.))
دغه راز ٥٥ کلن شېرمحمد پژواک ته وويل: ((زه هم راغلى يم چې د هلمند د دفاع لپاره وسله واخلم زه نه غواړم چې هلمند يو ځل بيا له امنيتي مشکلاتو سره مخ شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن