کابل (پژواک ٢٤ لړم ٩٤): د هېواد د ٣٤ ولايتونو له ډلې د ٢٦ ولايتونو ولايتي شوراګانو د ټاکنو په تر سره کولو خپل اداري پلاوي وټاکل، خو د پاتې ٨ ولايتونو يې د نصاب د نه پوره کېدو له امله سبا ته پاتې شوې.
د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د پژواک خبري اژانس خبريالانو راپورونه ورکړي، چې يادې ټاکنې تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې او د امن په فضا کې تر سره شوې دي.
د يادو راپورونو پر بنسټ، د کابل، پروان، پنجشېر، کاپيسا، بغلان، تخار، بدخشان، کندوز، جوزجان، بلخ، فارياب، بادغيس، فراه، نيمروز، هلمند، کندهار، زابل، پکتيا، خوست، پکتيکا، ننګرهار، کونړ، لغمان، باميان، غور او لوګر د ولايتي شوراګانو غړو د ټاکنو په تر سره کولو سره د شوراګانو مشر، مرستيال او منشي وټاکل.
خو د اروزګان، ميدان وردګو، غزني، هرات، سرپل، دايکنډي، سمنګان او نورستان ولايتونو د اداري پلاوو ټاکل د اړين نصاب د نه پوره کېدو له امله، چې د شورا د اکثريت غړو شتون دى، سبا ته ځنډول شوي دي.
د پژواک موندنې ښيي چې د تېرې دورې خلاف چې د باميانو، د زابل او پنجشېر ولايتونو مرستيالانې او د کابل، غور، جوزجان، کندوز، کندهار او بلخ منشيانې ښځې وې، په دغه دوره کې د ٢٦ ولايتونو له ډلې چې ټاکنې په کې شوې، کومې ښځې د شورا رياست ته لاره نه ده موندلې او د مرستيالانو شمېر هم يواځې يوې ښځې ته چې د پنجشېر ده، راټيټ شوى دى.
خو د منشيانو شمېر په کې له اوو کسانو ١٢ ته لوړ شوى او په دغه دوره کې د بلخ، کندهار، لغمان، لوګر، پکتيکا، تخار، کندوز، فارياب، بدخشان، بادغيس، غور او کابل ولايتونو منشيانې ښځې دي.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياندې منيرې يوسف زاده پژواک ته وويل، چې دغه ټاکنې د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ تر سره شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن