ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې شپږ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي

فارياب کې شپږ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي

author avatar
15 Nov 2015 - 11:12
فارياب کې شپږ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي
author avatar
15 Nov 2015 - 11:12

 لومړى تعقيب- ميمنه (پژواک ٢٤ لړم ٩٤): د فارياب ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون  کوونکو شپږ سرتېري وژل شوي او دغه راز د ولسي پاڅون ٦٠ غړي له طالبانو سره يو ځاى شوي دي.

 د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير قادري وايي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د ګليم باف سيمه او درې امنيتي پوستې نيولې، خو د پوستې پوليس د سرحوض سيمې ته چې د دولت تر ادارې لاندې ده، تللي دي.

 قادري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نښتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو او ولسي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې چې تر اوسه پورې يې کره شمېره نه ده معلومه.

 خو د فارياب د ولايتي شورا مرستيال طاهر قادري وويل چې د قرق ايګيت (چهل جوان) په سيمه کې د ولسي پاڅون شپږ سرتېري وژل شوي او څلور ملکيان او ولسي پاڅون کوونکي ټپيان شوي دي. د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان، امان الله هم په ټپيانو کې شامل دى.

 د هغه په وينا، طالبانو د ګليم باف په سيمه کې خپل بېرغ پورته کړى او هلته هم د دواړو لوريو تر منځ په نښته کې يوشمېرکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې شمېر يې لا تر اوسه پورې معلوم نه دي.

 خو طالبان وايي، چې د ګليم باف سيمې په نيولو سره يې ٢١ پوستې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

 

طالبانو په خپله انټرنټ پاڼه کې ادعا کړې، چې په دغه سيمه کې د ١٥٠ دولت پلوه وسله والو کسانو په ګډون لس قوماندانان چې د هغوى نومونه يې هم ياد کړي، له دوى سره يو ځاى شوي دي.

 خو يوې معتبرې سيمه ييزې سرچينې پژواک ته وويل چې د ګليم باف سيمې په ګډون د شپږو کليو په نيولو سره د سيمې د عالمانو مولوي محب الله، حيات الله او عبدالرحمن په منځګړيتوب په ګليم باف او ګرزيوان کې په دوه ګروپونو کې ٦٠ ولسي سرتېري له طالبانو سره يو ځاى شوي دي.

 سرچينې زياته کړه چې له طالبانو سره د دغو کسانو د يو ځاى کېدو پر مهال معامله شوې او هغه اختلافونه چې سيمه ييزو قوماندانانو له پخوا راهيسې په خپلو منځو کې درلودل، يادو ولسي ځواکونو ورته ترجېح ورکړې چې له دولت سره خپله همکاري بنده کړي.

 د فارياب ولايت سرپرست محمد اسلم ګداز وايي، چې د ولسي پاڅون ځواکونه د دولت په چوکاټ کې تنظيم نه و او د دې امکان شته چې له دې ډلې يې يو شمېر له طالبانو خپل ملاتړ اعلان کړى و.

 د فارياب امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد مسعود يعقوبي وويل چې په پښتونکوټ کې پنځه ولسي پاڅون کوونکي اړ کړل شوي، څو له وسله والو طالبانو سره يوځاى شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.