ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناروې د افغان کډوالو منلو په تړاو د سختو ګامونو له اخيستلو خبر ورکړ

ناروې د افغان کډوالو منلو په تړاو د سختو ګامونو له اخيستلو خبر ورکړ

author avatar
15 Nov 2015 - 20:08
ناروې د افغان کډوالو منلو په تړاو د سختو ګامونو له اخيستلو خبر ورکړ
author avatar
15 Nov 2015 - 20:08

کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٤): د ناروې لوړپوړو چارواکو يو پلاوى چې افغانستان ته راغلى، وايي چې د نوو اقداماتو په لاره اچولو سره د افغان کډوالو منلو موکه خورا راټيټه شوې او تر اوسه د دې کسانو د کابو نوي سلنې پناه اخيستلو غوښتنې رد شوې دي.

د ناروې د بهرنيو چارو وزير مرستيال توره هاترم (Tore Hattrem) او د دې هېواد د عدليې وزارت مرستيال يورن کالمر (Yoran kallmar) نن کابل کې د يوې خبرې غونډې پرمهال  د افغان کډوالو د پناه غوښتنې موضوع په تړاو خبرې وکړي.

هاترم په ياد هېواد کې د کډوالو  په ځانګړې توګه د افغان کډوالو زياتېدو ته په اشارې سره وويل، چې دا بهېر اندېښناک دى.

هغه د روسيې له خاورې دې هېواد  ته د راتلونکو افغانانو نوې لارې ته د اشارې ترڅنګ وويل: "موږ زياته اندېښنه لرو په ځانګړې توګه د بې سرپرسته ماشومانو په تړاو، دا کسان له خورا خطر نه ډکې لارې څخه راځي او ډېرى يې له زياتو ستونزو ان د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي."

د ناروې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال په وينا، هغه ډله افغانان چې دې هېواد کې د پناه اخيستو له شرايطو سره برابر نه وي، څومره پيسې يې چې قاچاق وړونکي ته ورکړي دي، بايد دوه – درې برابره پيسې ولګوي، څو خپل هېواد ته بېرته ستانه شي او که دا کار و نه کړي، په زوره به واېستل شي.

هغه يادونه وکړه چې ناروې د افغانستان جمهوري رياست وروستى اعلان د هغو افغان کډوالو د منلو په اړه چې په نورو هېوادونو کې يې د پناه اخيستلو غوښتنې رد کېږي، هرکلى وکړ.

د ناروې هېواد ياد مقام څرګنده کړه چې هغوى کابل ته په سفر کې له ولسمشر، اجرايي مشر، د بهرنيو چارو وزير او له يو شمېر نورو افغان چارواکو سره کتلي او له هغوى سره يې خپله اندېښنه شريکه کړې ده، څو د دې ستونزې لپاره د حل لار ولټوي.

د ناروې عدليې وزارت مرستيال هم وويل: "هغو کسانو ته وايو چې ګومان کوي د روسيې او ناروې تر منځ پوله پرانيستې ده، دا لار اوسمهال تړلې ده او کوم کسان چې په غيرقانوني ډول راځي، بېرته شړل کېږي؛ ځکه روسيه په خپله يو امن هېواد دى او څوک چې له امن هېواد څخه راځي، د پناه اخيستلو غوښتنليک يې نه منل کېږي."

نوموړي له جياتو ورکولو پرته د افغان پناه اخيستونکو په اړه وويل، چې تر اوسه  د پناه اخيستونکو څه باندې ٩٠ سلنه غوښتنليکونه رد شوي دي.

د ناروې هېواد د عدليې وزارت مرستيال په وينا، ټاکل شوې چې ډېر ژر د پناه غوښتونکو د شتون په اړه د پارلمان له لوري يو قانون تصويب شي، چې د نغدو پيسو ورکولو پر ځاى د خوراکي توکو ورکړه به يې يوه ماده وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.