ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن د ټولو ولايتي شوراګانو د اداري پلاوو ټاکنې ترسره کېږي

نن د ټولو ولايتي شوراګانو د اداري پلاوو ټاکنې ترسره کېږي

author avatar
15 Nov 2015 - 11:02
نن د ټولو ولايتي شوراګانو د اداري پلاوو ټاکنې ترسره کېږي
author avatar
15 Nov 2015 - 11:02

کابل ( پژواک، ٢٤ لړم ٩٤ ) : نن په ټول هېواد کې د ولايتي شوراګانو د اداري پلاوو د ټاکنو په موخه د وکيلانو ترمنځ ټاکنې ترسره کېږي.

په کابل کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياندې منيره يوسفزاده د لړم په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ورځ د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو  پرېکړه تېره اوونۍ په يوه مهمه غونډه کې شوې وه.

سرچينې زياته کړې چې په دې غونډه کې ولسمشر اشرف غني، د کورنيو چارو او ملي دفاع وزيرانو ، د ملي امنيت رييس، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې چارواکو ګډون کړى وو.

منيره وايي چې دغه راز ددې غونډې پر مهال  د ټولو ولايتونو واليان، د ولايتي شورا رييسان ، امنيه قوماندانان، د امنيت ملي رييسان او په ولايتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ځايي مسوولينو د ويډيو کنفرانس له لارې برخه اخيستې وه.

د نوموړې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د ١٣٩٤ لمريز کال د لړم په ٢٤مه به د ټولو ولايتي شوراګانو د اداري پلاوو ټاکنې په يوه وخت کې ترسره شي.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ويانده زياتوي چې په دې غونډه کې ولسمشر سپارښتنه وکړه، هېچا ته به ددې اجازه نه ورکول کېږي چې ټاکنې بل پړاو ته وغځوي او يا دې څوک په دې ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

د هغې په وينا، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د هر ولايت والي مکلف دى چې د رڼو ټاکنو لپاره او امنيتي مسوولين  د ولايتي شورا ګانو د امنيت لپاره زمينه برابره کړي.

منيره يوسفزاده وايي چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې اداره له ټولو رسنيو، ملي او نړيوالو سازمانونو او مدني ټولنو غواړي چې د روڼوالي په موخه له ټاکنو څخه څارنه وکړي . 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.