واشنګټن (پژواک، ٢٥ لړم ٩٤): افغانستان به د امريکا او پاکستان تر منځ د خبرو اترو د اجنډا په سر کې وي.
دغه څرګندونې د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال عاصم باجوه په واشنګټن کې خبريالانو ته کړې دي.
هغه زياته کړه چې د پوځ د مشر جنرال راحيل شريف په مشرۍ پوځي پلاوى پرون واشنګټن ته په پنځه ورځني سفر رسېدلى دى.
جنرال باجوه ويلي چې راحيل شريف به د دغه سفر په ترڅ کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير جان کيري، د دفاع له وزير اشټون کارټر ، د وسله والو ځواکونو له قوماندان، او يو شمېر نورو پوځي قوماندانانو سره وګوري.
نوموړي دغه سفر ډېر مهم وباله او زياته يې کړه چې افغانستان به د دواړو هېوادونو د خبرو اترو د اجنډا په سر کې وي.
د پاکستان د پوځ وياند ويلي، دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې په سيمه کې حالات په تېزۍ سره د بدلېدو په حال کې دي.
نوموړي زياته کړه چې په شمالي وزيرستان کې د ضرب غضب عملياتو له پيليدو مخکې يې افغان لوري ته خبر ورکړى و چې خپل سرحدونه خوندي کړي، ځکه چې وسله وال به د افغانستان خاورې ته اوړي.
جنرال عاصم ويلي چې دوى د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي او پاکستان په دې برخه کې همکاريو ته اماده دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن