کندوز (پژواک، ٢٥ لړم ٩٤): هغه زيانمن چې د طالبانو له خوا د کندوز ښار د نيول کېدو پر مهال يې کورونه، سوداګريز مارکېټونه، سرايونه، هټۍ او نور تاسيسات ويجاړ شوي، ګواښ کوي چې که دولت يې زيانونه جبران نه کړي، خپله پانګونه به وځنډوي.
د دولت وسله والو مخالفينو کندوز ښار د تلې په شپږمه نېټه ونيو او له دريو ورځو وروسته بېرته د دولت واک ته ورغى. دې جګړې په ځانګړي ډول د کندوز خلکو ته درانه زيانونه واړول.
ځيني زيانمن شوي وايي، سره له دې چې د جګړې له پاى ته رسېدو څه باندې يوه مياشت تېرېږي، خو تر اوسه ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.
د عبدالمعروف په نوم سيمه ييز سوداګر چې د بې پولې ډاکټران د روغتون څنګ کې د سوداګريزو توکو ګدام لري، وايي کله چې پر روغتون بريد وشو، د دوى يو ستر ګودام هم وسوځېد او ټول مالونه يې له خاورو سره برابر شو.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ګودام کې ټلويزيونونه، يخچالونه، ايرکنډېشن، د کاليو مينځلو او خياطۍ ماشينونه او برېښنايي سامان الات موجود وو چې له بهر نه يې په عمده ډول وارد کړي او بازار ته يې عرضه کول.
د دغه سوداګر په خبره، د هوايي بريد په ترڅ کې د دغه ګودام پر سوځېدو سربېره د دوى يو ٤٠٤ بس موټر چې د ګودام څنګ ته ولاړ و، سوځېدلى، د ګودام دننه هم ځينې هتۍ ويجاړې شوې دي.
هغه ور اوښتي زيانونه ٥٠٠ زره ډالر ياد بولي او وايي: ((زموږ پر ګودام بايد بريد نه وى شوى، اوس چې زيانمن شوي يو، حکومت او نړيوال بنسټونه بايد زموږ زيانونه جبران کړي.))
د بې پولې ډاکترانو روغتون MSF د تلې په ١١مه نېټه د امريکايي ځاوکونو له خوا وروسته له هغه بمبار شو چې وسله والو طالبان کندوز ښار او ياد روغتون ونيول.
د دغه روغتيايي بنسټ د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې د روغتون د کارکوونکو او ډاکترانو په ګډون ٣٠ کسه ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول، په دغه بريد کې د روغتون ودانۍ وسوځېده او ټولې برخې يې ويجاړې شوې.
د کندوز ښار د سه درک ساحې يو بل زيانمن شوى الماس وايي چې اته هټۍ يې د درنو وسلو د مرميو لګېدو په سبب ويجاړې شوې او سوځېدلې چې بايد د زيانونو بها يې ورکړل شي.
هغه وويل چې دا هټۍ يې خوراکه پلورنځيو ته په کرايه ورکړې وې چې د هر يوه په ويجاړېدو سره سره يې تر پنځو سوو زرو پورې زيان ليدلى.
زيانمن شکايت کوي، سره ددې چې د زيانونو د جبران موضوع يې له سيمه ييزو چارواکو سره شريکه کړې، خو تر اوسه يې هېڅ ډول مرسته نه ده تر لاسه کړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن