ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني : د سولې تر نامه لاندې معامله نه کوو

ولسمشر غني : د سولې تر نامه لاندې معامله نه کوو

author avatar
16 Nov 2015 - 18:42
ولسمشر غني : د سولې تر نامه لاندې معامله نه کوو
author avatar
16 Nov 2015 - 18:42

کابل ( پژواک، ٢٥ لړم ٩٤ ) :   ولسمشر اشرف غني وايي چې په هېواد کې اصولي سولې ته هلې ځلې کوي، خو د سولې تر نامه لاندې له چا سره معامله نه کوي.

نوموړي دغه څرګندونې دلړم په ٢٥مه، د عدالت غوښتنې ، بدلون او د اطلاحاتو ملاتړ جرګې ته وکړې، چې په کې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه تر ١٥٠٠ پورې ځوانانو برخه اخيستې وه.

ددې غونډې په پيل کې لومړى د ځوانانو په استازيتوب څو کسانو خبرې وکړې او د ځوانانو اندېښنې او  ستونزې يې له ولسمشر سره شريکې کړې او په دې برخه کې يې ځينې وړانديزونه وکړل.

ولسمشر غني په هېواد کې  تلپاتې سولې ته په اشارې سره وويل چې په هېواد کې اصولي سولې لپاره هلې ځلې کوي.

هغه زياته کړه : ((  سوله او جګړه دواړه بيې لري، موږ د  اساسي قانون او اسلامي احکامو پر ضد سوله نه غواړو، خو په دې برخه کې چې کومې سياسي ستونزې شته، هغه به هوارې کړو.))

اشرف غني وويل چې سوله بايد په هېواد کې جګړه پای ته ورسوي، نه دا چې د سولې تر نامه لاندې يوه معامله وشي.

د هغه په وينا، د افغانستان دښمنان غواړي چې دغه هېواد په دوو برخو ووېشي، څو د سولې د راوستلو لپاره افغان حکومت ننواتې ته کښينوي.

خو ولسمشر زياته کړه : ((موږ باعزته او تلپاتې سوله غواړو خو سوله نبايد اساسي قانون او ارزښتونه قرباني کړي، بلکې هرڅوک چې سياسي ستونزې ولري ورسره د حل لپاره ناستې ته چمتو دی.))
هغه ځوانانو ته په خطاب کې وويل، چې د دې هېواد د ودانولو لپاره مټې را ونغاړي، ځکه نورې ټولې لارې بندې شوې دي.

 

 ولسمشر غني ځوانان د جګړې اصلي قربانيان وبلل؛ خو غوښتنه يې وکړه چې له هېواده د تېښتې پر ځای بايد په خپل هېواد کې پاتې شي.

هغه د فساد پر وړاندې مبارزې ته په اشارې سره وويل چې پخوا د وزارتونو هېڅ يو قراداد د قانون مطابق نه دى ترسره شوى .

 

د نوموړي په وينا، اوس دوى چې د تدارکاتو کمېسيون جوړ کړى، نو د يوه وزارت په قراردادونو کې يې پنځه ميليارده افغانۍ سپما کړې ده.

ولسمشر د فساد پر وړاندې په مبارزې کې خنډونو ته په اشارې سره وويل، هغه څوک خنډ جوړوي چې د نن ورځې ګټې په نظر کې نيسي، خو د هېواد د سبا په فکر کې نه وي.

هغه د ځوانانو ، مدني ټولنو او نورو خلکو له خوا پر حکومت فشارونو ته په اشارې سره وويل چې دى هر ډول مثبت فشار مني.

خو ولسمشر اشرف غني زياته کړه، چې د بېلا بېلو کړيو له خوا پرې منفي فشارونه زيات دي، خو د چا نوم يې ياد نه کړ.

ده په افغانستان کې د شويو کارونو په اړه وويل چې دى غواړي ددې هېواد بنسټونه جوړ کړي خو له ځوانانو او ولس څخه يې وغوښتل چې لږ وخت ورکړي.

ولسمشر وويل چې تحول او اصلاحات د ټولو افغانانو غوښتنه ده او له ځوانانو يې وغوښتل چې ددې لپاره ديوه خاص ميکانېزم له مخې خپلې غوښتنې او وړانديزونه ورته وسپاري.

نوموړي ژمنه وکړه  چې ځوانانو ته به د کار ډېرې زمينې برابروي او زياته يې کړه، چې همدا اوس ډېرى ښاروالان يې ځوانان مقرر کړي دي.

تر دې مخکې د ځوانانو په استازيتوب عبدالرشيد ايوبي خبرې وکړې  او د ځوانانو پر ستونزو او غوښتنو يې رڼا واچوله.

هغه زياته کړه، چې ولس د حکومت له کړنو څخه بې خبر  پاتې شوى او حکومت له خپل ټيم سره کړو ژمنو کې پاتې راغلى دى.

ده وويل : (( موږ تحول غواړو دا يوه وجيبه ده، خو اصلاحات زموږ حق دى.))

د عنايت ساپي په نامه يوه بل ځوان وويل چې ځوانان او ولس د حکومت له کړنو څخه نا هيلي شوي دي.

نوموړي وويل چې فساد د تحول د ټيم شعار و، خو اوس داسې لېدل کيږي چې د فساد پرضد حکومت سم اقدامات نه کوي.

نوموړي له ولسمشر څخه وغوښتل  هغه خنډونه په ګوته کړي چې د فساد پر ضد مبارزه کې ورسره مخامخ شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.