ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې د جنبش یو قوماندان ووژل شو

په فارياب کې د جنبش یو قوماندان ووژل شو

author avatar
16 Nov 2015 - 15:32
په فارياب کې د جنبش یو قوماندان ووژل شو
author avatar
16 Nov 2015 - 15:32

ميمنه (پژواک، ٢٥ لړم ٩٤): په فارياب ولايت کې د ولسي ځواکونو يو قوماندان و وژل شو او يو بل قوماندان له خپلو لسو کسانو سره طالبانو ته واوښت.

د المار ولسوال محمد صالح صالح وايي چې د ولسي پاڅون قوماندان عبدالوهاب، تېره شپه د دې ولسوالۍ په خدايمت سيمه کې له طالبانو سره د جګړې پر مهال وژل شوی دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې عبدالوهاب په ملي اسلامي جنبش پورې اړوند و.

د فارياب ولايتي شورا مشر عبدالمنان قاطع وايي چې دا قوماندان د طالبانو د پيکا مرمۍ لګېدو له امله له لرې وژل شوى دى.

قاطع زياته کړه چې نوموړي د خلکو په منځ کې نفوذ درلود او څه موده وړاندې يې ځايي اوسېدونکي د طالبانو پر وړاندې درولي وو.

خو طالبانو ويلي چې قوماندان عبدالوهاب يې په يوه غلچکي بريد کې وژلى دى.

په ورته وخت کې طالبانو ادعا کړې چې د ګرزيوان ولسوالۍ د مرکز په سرچکان سيمه کې د محمد انور په مشرۍ د  ولسي پاڅون ٢٠ سرتېري له دوې سره يو ځاى شوي دي.

خو د ګرزيوان ولسوال عبدالرازق کاکړ وويل چې محمد انور، شاوخوا لس ورځې وړاندې له طالبانو سره خپله همکاري اعلان کړې او احتمال لري چې له دې قوماندان سره لس کسان له طالبانو سره يو ځاى شوي وي.

يوې باورې سيمه ييزې سرچينې قوماندان محمد انور وويل، کله چې تېره مياشت ګرزيوان ولسوالي د طالبانو له خوا ونيول شوه، نو ټاکل شوې وه چې نوموړى ولسوال شي، خو کله چې دوې ورځې وروسته طالبانو بېرته ګرزيوان ونيوله، قوماندان انور په نا څرګند ځاى کې پټ شوى و چې څو ورځې مخکې له طالبانو سره يو ځاى شو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.