ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې له زلزله ځپلو سره شوې مرستې زورواکو او خپلسرو وسله والو چوړ کړې

تخار کې له زلزله ځپلو سره شوې مرستې زورواکو او خپلسرو وسله والو چوړ کړې

author avatar
17 Nov 2015 - 12:36
تخار کې له زلزله ځپلو سره شوې مرستې زورواکو او خپلسرو وسله والو چوړ کړې
author avatar
17 Nov 2015 - 12:36

تالقان (پژواک، ٢٦ لړم ٩٤): په تخار ولايت کې يو شمېر زلزله ځپلي وايي چې د پوليسو، خپلسرو وسله والو او نورو حکومتي کسانو له لوري د زلزله ځپلو مرستې چور شوې دي.

د روانې مياشتې په ٤مه په هېواد کې ډېره زوروره زلزله وشوه چې له امله يې ١١٩ کسان و وژل شول او څه باندې پنځه سوه نور ټپيان شول.

د تخار د مرکز اوسېدونکي رحيم الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت له زلزله ځپلو سره مرستې شوي توکي پوليسو، خپلسرو وسله والو، قوماندانانو او نورو حکومتي کسانو چور کړي دي.

هغه وايي چې په هېواد کې د وروستۍ پياوړې زلزلې له امله يې د کور دوه کوټې نړېدلې خو تر اوسه يې هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.

هغه زياته کړه: ((زموږ په مخ کې د زلزله ځپلو مرسته شوي توکي د حکومتي کسانو له خوا چور شول ډېرو مشرانو موټرونه بار کړل او خپلو کورونو ته یې يوړل.))

دغه راز د تالقانو بل اوسېدونکى اسدالله هم وايي چې د مرستو د وېش پر مهال ډېره ګډوډي وه.

ده وويل: ((چا چې کارت درلود، هغه ته هم مواد ونه رسېدل، يو ځل چور شروع شو کله چې موږ هم غوښتل مرستې ترلاسه کړو وسله والو ډېر سخت ووهلم.))

د هغه په وينا، د مرستو د ترلاسه لپاره يې يوه پښه هم ژوبله شوې خو تر اوسه يې مرستې نه دې ترلاسه کړې.

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

يادو کسانو ويل چې د تخار سيمه ييز حکومت ونه شو کولاى مرستې اړمنو کسانو ته ورسوي.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور هم په دغه ولايت کې د زلزله ځپلو د مرستو د چور خبره تاييدوي خو زياتوي چې دغه مرستې د دولتي کسانو له خوا نه، بلکې د عامو خلکو له خوا چور شوې دي.

هغه وايي چې د عربي متحده اماراتو له لوري په تخار ولايت کې له څلور زره بيوزله او زلزله ځپلو کورنيو سره مرستې وشوې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.