کابل (پژواک ٢٦ لړم ٩٤): د ډالرو د ارزښت لوړېدل، د توليداتو او پانګونې کچې کموالى، نا امنۍ او له هېواد څخه له ډېرو پيسو سره د ځوانانو تېښته؛ د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د راټيټېدو لامل شوي دي.
په ١٣٨٢ لمريز کال کې د نويو افغانۍ پيسو له چاپ او خپرولو وروسته، افغانيو د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له ٤٨ څخه تر ٥٢ افغانيو پورې ساتلى و، خو د وروستيو دوه کلونو په موده کې د افغانيو ارزښت راټيټي شوى. نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٦٧،٦٠ افغانۍ دى.
د مرکزي بانک مشر خليل صديق، نن د مشرانو جرګې عمومي ناستې ته د افغانيو ارزښت د راکمېدو په موخه د معلوماتو د وړاندې کولو لپاره وربلل شوى و.
نوموړي د افغانيو ارزښت د کموالي په اړه وويل: " د نورو ستونزو ترڅنګ، د تېرو ټاکنو جنجالونه د پانګوالو د باورۍ لامل شوي دي او د پانګونې کچه تر ٤٠ سلنې پورې راټيټه شوې ده."
دغه راز د هغه په وينا، په روان کال کې د امنيتي ځواکونو د لګښتونو ډېرېدل، د کورنيو توليداتو کچې ټيټوالى، په يوه کال کې له خپل هېواد څخه د ١٤٦ افغان ځوانانو تېښته او له دې لارې له هېواد څخه د دوه ميلياردو ډالرو ايستل، د تجارت کسر او د بهرنيو مرستو کموالى هغه لاملونه دي چې د افغانيو پر وړاندې د ډالرو ارزښت د راټيټېدو لامل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د امريکا د اقتصاد پرمختګ د ډالر د ارزښت د لوړېدو او په افغانستان کې نا امنۍ د افغانيو ارزښت د راټيټېدو لامل شوي دي.
د هغه په وينا، يواځې افغانيو د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه نه دى ورکړى، بلکې د ډالرو ارزښت د ټولو اسعارو پر وړاندې لوړ شوى دى.
هغه زياته کړه: "که چېرې په هېواد کې هرڅه ثابت هم وي، له دې امله چې امريکا ځان له اقتصادي کړکېچ ژغورلى، د ډالرو ارزښت به لوړ وي."
د صديق د معلوماتو پر بنسټ، په روان کال کې د ډالرو پر وړاندې افغانيو، ١٤ خپل سلنه ارزښت له لاسه ورکړى چې ٨ سلنه يې يوازې په تېرو څلورو مياشتو کى دى.
هغه وويل، چې د ډالر د ارزښت لوړېدل د اندېښنى وړ نه دى.
نوموړي زياته کړه، مرکزي بانک د دې وړتيا لري چې بازرا ته د افغانيو پر وړاندې د ډېرو ډالرو د وړاندې کولو له لارې د افغانيو ارزښت لوړ کړي، خو دغه ډول حالات بيا د خلکو او دولت په ګټه نه دي.
د هغه په وينا، خلک بايد په دې اړه اندېښنه ونه لري، ځکه د افغانستان مرکزي بانک اوسمهال د ٣٥ ميلياردو ډالرو ارزښت لرونکي اسناد، چې ملي پانګه ده؛ په خپل واک کې لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن