جلال اباد (پژواک، ٢٦ لړم ٩٤ ) : د کرکټ د ملي سياليو اتله لوبډله " سپين غر زمريان " د ننګرهار د والي سليم خان کندوزي او نورو ځايي چارواکو له خوا د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شوه.
د ختيځ زون د سپين غر زمريانو لوبډلې تېره اوونۍ په کابل کې د کرکټ د تر ټولو لويو ملي سياليو (شپـږيزه) د دويم ځل لپاره اتلولي خپله کړه .
د ننګرهار د ولايت مقام له خوا پرون مازيګر ناوخته په قصر کې د يادې لوبډلې په وياړ غونډه جوړه شوې وه، چې د يادې لوبـډلې د ستايلو ترڅنګ جايزې هم ورکړل شوې.
د ننګرهار والي پر يادې بريا د ختيځ زون ټولو ولسونو ، د کرکټ لوبغاړو او مينه والو ته د دغې بريا مبارکي وويله .
هغه زياته کړه چې تر دې مخکې ددې زون لوبډلو د فوټبال او سوک وهنو ملي سياليو اتلولي هم خپله کړې او لومړي مقامونه يې ګټلي دي.
والي ژمنه وکړه چې د ننګرهار ولايت په ځانګړي ډول په مرکز جلال اباد کې د کرکټ د پرمختګ لپاره به هر ډول مرسته ترسره کړي .
د نوموړي په وينا، د کرکټ لوبغاړو لپاره به په مناسبو ځايونو کې د کرکټ لوبغالو او اکاډميو جوړېدو په موخه د ځمکې پيدا کېدو هڅه وکړي،ترڅو هغه لوبغاړي چې نورو سيمو ته د لوبو او تمريمنونو په موخه ځي، همدلته اسانتياوې برابرې شي .
د ختيځ زون د کرکټ بورډ مشر بختيار ساحل د ننګرهار له والي او ځايي چارواکو مننه وکړه، چې تل يې د دوى ملاتړ او مرسته کړې ده.
هغه له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال وويل چې داځل دوى د شپږيزې سياليو لپاره له پيل څخه منظم پلان نيولى و او هر يوه لوبغاړي په دې اتلولۍ کې خپله ونډه لرله.
ساحل وويل چې تر دې مخکې د شپـږيزې لومړۍ سيالۍ چې دوه کاله مخکې ترسره شوې وې هم د دې زون لوبـډلې اتلولي خپله کړې ده.
د دغې لوبډلې روزونکي او د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي هستي ګل عابد د دغو برياوو لامل د لوبغاړو زيار او هلې ځلې وبللې.
د ننګرهار والي د دغې ليدنې په پای کې لوبغاړو ته نغدي انعامونه او ډالۍ هم ورکړې .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن