ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ١٩ کارخانو د جوړېدو کار پيل شو

کابل کې د ١٩ کارخانو د جوړېدو کار پيل شو

author avatar
17 Nov 2015 - 17:41
کابل کې د ١٩ کارخانو د جوړېدو کار پيل شو
author avatar
17 Nov 2015 - 17:41

کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٤): د کابل د جمعه محمد محمدي صنعتي پارک په دويمه برخه کې، ١٩ صنعتي کارخانې د خصوصي سکتور په سل ميليون ډالره پانګونه جوړيږي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ستر اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال نن د دغو کارخانو د بنسټ ډبرې د کېښودو پر مهال وويل، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د پانګونې کچه ښه نه ده، خو د نن پروګرام د ټولو پانګوالو لپاره د هڅونې خبر دى، څو د هېواد په داخل کې پانګونه وکړي.

 نوموړي د جزيياتو له وړاندې کولو پرته زياته کړه، چې په هېواد کې د پانګونې کچه راټيټه شوې، چې پانګوال هم له همدې برخې يو څه اندېښمن دي.

 د افغاستان له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې (ايسا) د معلوماتو پر بنسټ، له وروستۍ يوې لسيزې څخه په ډېره موده کې په افغانستان کې هرکال شا وخوا ٩ سوه ميليون ډالره پانګونه کېده، خو په ٢٠١٤ زېږديز کال او روان کال کې د امنيتي ستونزو له امله دغه کچه ٦٠٠ ميليون ډالرو ته راټيټه شوې ده.

 زاخېلوال د پانګونې لپاره د ځمکې د برابرولو په اړه وويل، که چېرې څوک يو ميليون ډالره پانګونه کوي نو د ځمکې د ورکړې ستونزه بايد شتون ونه لري.

له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې مشر محمد قربان حقجو په دغو مراسمو کې وويل، چې د دغو کارخانو په جوړېدو باندې ١٠٥ ميليون ډالره پانګونه کېږي، چې په ترڅ کې يې ١٥٠٠ کسانو ته په مستقيم او ٧٥٠٠ کسانو ته په غيرمستقيمه توګه د کار زمينه برابريږي.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، د هغو کارخانو له ډلې چې نن يې د بنسټ ډبره کېښودل کېږي، ٥ کارخانې يې په غذايي برخه کې، ٦ کارخانې د پلاسټيک د صنايع، يوه د جامو او پوښاک، يوه د ډبرو د پروسس، ٣ کارخانې د درملو د توليد او يو بله کارخانه د چاپ په برخه کې فعاليت کوي.

د يادولو ده، چې د روان کال د تلې مياشتې په وروستيو کې د کابل د پلچرخي په صنعتي پارک کې هم " خان سټيل" په نوم د اوسپنې د ويلي کولو د فابريکې جوړولو کار پيل شو. دغه فابريکه د يوه ملي سوداګر د ٢٥ ميليون ډالره پانګونې پر بنسټ رامنځته کېږي.

حقجو د صنعت په برخه کې د پانګونې د مهم بللو ترڅنګ زياته کړه، چې افغانستان تر اوسه پورې په دې نه دى توانېدلى چې په دغه برخه کې پانګونه راجذب کړي او په دغه برخه کې تر اوسه پورې نه دى بريالى شوى.

د هغه په وينا، که چېرې دغې برخې ته پاملرنه شوې واى نو زيات شمېر کسانو ته به د کار زمينه برابره او پيسې به په پانګه بدلېدې.

 نوموړي په ترکيه او دوبۍ کې پر ودانيو باندې پانګونه کول يو ناسم کار وباله او زياته يې کړه: "کوم کار چې موږ نن وکړ، که چېرې مو يو نيم کال وړاندې دا کار کړى واى نو اوس به يې پراختيا پيدا کړې وه."

د حقجو په وينا، د ځمکې کمښت د افغان دولت له ستونزو بلل کېږي، چې پانګوالو ته ځمکه په واک کې نه شي ورکولى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.