ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند تر پنځوسو ډېر ښوونځي د وروستیو جګړو له امله تړل شوي

د هلمند تر پنځوسو ډېر ښوونځي د وروستیو جګړو له امله تړل شوي

author avatar
18 Nov 2015 - 17:31
د هلمند تر پنځوسو ډېر ښوونځي د وروستیو جګړو له امله تړل شوي
author avatar
18 Nov 2015 - 17:31

لښکرګاه (پژواک، ۲۷ لړم ۹۴): د هلمند د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د وروستيو نا امنيو له امله په مرکز لښکرګاه او شاوخوا ولسواليو کې تر پنځوسو ډېر ښوونځي تړل شوي دي.

د هلمند د پوهنې مشر عبدالمتین جعفر د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په دې وروستيو کې په مرکز لښکرګاه او نادعلي، مارجې او ګرشک ولسواليو کې ٥١ ښوونځي تړل شوي دي.

دى وايي چې د دغو ښوونځيو د تړل کېدو له امله ٤٢ زره هلکان او نجونې له زده کړو بې برخې شوي دي.

ده وويل: ((تر دې مهاله ښوونکو او زده کوونکو ته د کومې ډلې یا په ځانګړې توګه  د وسله والو طالبانو له خوا څه نه دي ویل شوي، یواځېنی لامل يې په سیمه کې نا امني ده چې زده کوونکي او ښوونکي نه شي کولای ښوونځيو ته  ولاړ شي.))

د پوهنې د رييس په وينا، د تړل شوو ښوونځيو زده کوونکي په هغو ښوونځيو کې ځاى پر ځاى شوي چې اوسمهال فعال دي.

جعفر وايي چې د وروستيو جګړو له امله دوه ښوونځي سوځېدلي هم دي.

دى وايي چې د نا امنۍ له امله د تړل شوو ښوونځيو د بېرته فعالولو لپاره يې جدي هلې ځلې پيل کړې دي.

د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجیر لېسې زده کوونکي حافظ هلال الدین پژواک ته وویل: ((زه په يوولسم ټولګي کې يم، د ناامنيو له امله زموږ مکتب تړل شوى، اوس په لښکرګاه کې د صافيانو په ښوونځي کې په غير رسمي ډول زده کړې کوم.))

د ده  په وینا، که چېرې تر راتلونکو ازموینو پورې په چاه انجیر سيمه کې د ښوونځيو ستونزې هوارې نه شوې نو اړ دي چې په رسمي ډول خپل اسناد لښکرګاه ښار ته راوړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د هلمند والي ميرزا خان رحيمي هم ويلي وو چې په مرکزي سيمو کې د نا امنيو له امله ٣٥ ښوونځي تړل شوي دي.

د يادونې ده، په هلمند کې په ټوليزه توګه ٣٨٣ ښوونځي شته چې د نا امنيو له امله يې ١٥٦ ښوونځي تړل شوي دي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.