ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په روان کال کې کندهار ته هېڅ پرمختيايي بودجه نه ده ورکړل شوې

په روان کال کې کندهار ته هېڅ پرمختيايي بودجه نه ده ورکړل شوې

author avatar
18 Nov 2015 - 14:32
په روان کال کې کندهار ته هېڅ پرمختيايي بودجه نه ده ورکړل شوې
author avatar
18 Nov 2015 - 14:32

کندهار (پژواک، ٢٧ لړم ٩٤): د کندهار د اقتصاد رياست مسوولين وايي، په روان کال کې دغه ولايت ته هېڅ پرمختيايي بودجه نه ده ورکړل شوې چې له امله يې د ګڼو پروژو او پرمختيايي چارو کارونه په ټپه ولاړ دي.

د کندهار د اقتصاد رييس محمدرحيم رحيمي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، دغه ولايت ته د پرمختيايي بودجې د نه ورکړې ستونزه له پخوا موجوده ده، خو په دې وروستيو کې ډېره شوې ده.

هغه زياته کړه، په داسې حال کې چې کال نور پاى ته رسېدونکى دى، کندهار ته يوازې د پوهنې رياست اړوند ډېره کمه بودجه ورکړل شوې، خو نوره هېڅ بوديجه نه ده ورکړل شوې.

دى وايي: ((د پوهنې رياست بودجه هم داسې مهال راکړل شوې چې د کال اخري ربع ده او موږ اړ يو چې قراردادونه په بېړنۍ توګه وکړو، که داسې ونه کړو نو دا بودجه هم بېرته مستردېږي.))

د نوموړي په وينا، د نورو ولايتونو په اړه معلومات نه لري چې هغوى ته بودجه ورکړل شوې او که نه، خو په روان کال کې کندهار ته پرمختيايي بودجه نه ده ورکړل شوې.

رحيمي وويل، د بوديجې د نشتوالي له امله په دغه ولايت کې د پرمختيايي پروژو کارونه په ټپه درېدلي چې ولايتي اداره يې له سختو ستونزو سره مخ کړې ده.

هغه د بېلګې په توګه له کندهار ښاره تر هوايي ډګر پورې د ١٦،٥ کيلومتره سړک او د ښار په لوېديځه څنډه کې د يوې لويې سړې خونې يادونه وکړه چې د جوړولو چارې يې مخکې پيل شوې وې او اوس درېدلې دي.

خو ده وويل، د غير اختياري بودجې په برخه کې چې د موسساتو له خوا لګول کېږي، کومه ستونزه نشته او هغوى خپل فعاليتونه په عادي توګه کوي.

د اقتصاد رييس يوه بله جدي ستونزه د کلنيو پلانونو ياده کړه چې د خلکو د اړتياوو او لومړيتوبونو پر بنسټ جوړېږي او مرکز ته د بودجې ورکولو لپاره لېږل کېږي، خو له بده مرغه چې دغو پلانونو ته پاملرنه نه کېږي او بودجه نه ورکول کېږي.

نوموړي دغه راز وويل، د افغانستان د ملي کړنلارې له مخې بايد بودجه ولايتونو ته ورکړل شي او قرادادونه په ولايتونو کې وشي، خو لا هم ليدل کېږي چې قراردادونه په مرکز کې کېږي او وروسته لاس په لاس کېږي چې پر همدغه بنسټ د پروژو کيفيت خرابېږي.

رحيمي د کندهار د اقتصادي وضعيت په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل چې شرايطو ته په پام د دغه ولايت اقتصادي وضعيت تر ډېرو نورو ولايتونو ښه دى، خو ستونزې او ننګونې هم شته.

ده زياته کړه، په تېرو کلونو کې په کندهار کې ٣٣٠ نړيوالو او کورنيو انجيوګانو فعاليت درلود، خو اوس يې شمېر ١٠٠ ته راکښته شوى، چې له دې ډلې يوازې ٤٥ يې فعاليت لري او نورې غير فعالې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.