د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د باميانو د کچالو محصولاتو د خوسا کېدو مخنيوى شوى

د باميانو د کچالو محصولاتو د خوسا کېدو مخنيوى شوى

Nov 19, 2015 - 15:50

باميان (پژواک، ٢٨ لړم ٩٤): په باميانو کې د کروندګرو لپاره د کچالانو ساتلو څه باندې پنځه سوه زېرمې جوړې شوې، په داسې حال کې چې پخوا زيات اندازه کچالو د زېرمو د نشتوالي له امله خوسا کېدل.

دا زېرمې د کرنې وزارت له بوديجې د کرنيز اقتصاد د ځنځیري پياوړتيا د پروګرام له خوا د څه باندې ١٠زره ټنه کچالانو د ځایولو په ظرفیت د شاوخوا ٢٤٠ ميليونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.

په شيبر، يکاولنګ، پنجاب، ورث او د ولايت مرکز کې ټولې ٤٩٠ کوچنۍ زېرمې چې هره يوه يې له ١٥تر ١٩ ټنو او ٢٤ نورې چې هره يوه يې ٤٥ ټنه ظرفيت لري د کروندګرو لپاره ګټه اخيستو ته سپارل شوې دي.

د باميانو د مرکز يوه کروندګر سلطان علي چې هر کال له خپلو ځمکو څه باندې ٢٠ ټنه کچالو ترلاسه کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرنې رياست د ده لپاره يوه زېرمه جوړه کړې چې د ١٩ ټنو کچالوو د زېرمه کولو وړتيا لري، اوس به يې محصولات د پسرلي تر لومړيو پورې په کې وساتي.

هغه د کچالانو د ساتلو زېرمې جوړول د کروندګرو د اقتصاد لوړېدو لامل بولي او وايي: ((پخوا مو نه شوای کولى چې خپل کچالو زېرمه کړو، که ارزانه به هم وو نو د حاصل له اخيستلو وروسته مو پلورل.))

خو سلطان علي وويل چې اوس کولى شي کچالو په زېرمو کې وساتي او هر وخت چې وغواړي په مناسبه بيه یې وپلوري.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په باميانو کې يو من (اووه کيلو) کچالو له ٥٠ تر ٦٠ افغانيو پورې پلورل کېږي، په داسې حال کې چې تېر کال يو من په ١٤٠ افغانۍ پلورل کېدل.

د باميانو د کرنې او مالدارۍ مشر انجنير محمد طاهرعطايي وايي چې دا زېرمې هم د کرنيزو کوپراتيفونو او هم د شوراګانو له لارې په سيمو کې په پام کې نيول شوي چې د کچالو حاصلات ډېر شي.

هغه زياته کړه چې زېرمې په وړيا ډول کروندګرو ته جوړېږي او کروندګر يې په جوړولو کې ونډه لرلې ده.

عطايي وويل چې په وروستيو څو کلونو کې په دغه ولايت کې په  ټوليز ډول د کچالوو څه باندې دوه زره زېرمې په شاوخوا ٥٠ زره ټنه ټوليز ظرفيت جوړې شوې دي.

د کرنې مشر زياته کړه چې د کچالانو محصولات تېر کال شاوخوا ٢٥٠زره ټنه وو، خو سږ کال ٢٧٠ زره ټنو ته رسېږي.

خو د ورث ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د کچالو د زېرمه کولو لپاره د زېرمو جوړول نا متوازن بولي او وايي چې ددې زېرمو له ډلې ١٧ يې په دې ولسوالۍ کې جوړې شوې دي.

د باميانو ولايتي شورا غړي  محمدحسن اسدي له کرنې رياست غوښتنه وکړه چې د کرنې رياست د پروګرامونو د توازن په برخه کې توازن وساتي.

د ورث ولسوالۍ دې اوسېدونکي وويل: ((ورث هم د نفوس له اړخه د باميانو په ولسواليو کې ډېره ګڼ نفوسه ولسوالي ده او هم د مساحت له اړخه بايد په کرنه کې خپله ونډه ولري.))

خو د کرنې مشر وويل چې د کچالوو زېرمې د هغو ولسواليو لپاره په پام  کې نيول شوې چې د کچالوو محصولات يې زيات وي او د کرنې رياست د شمېرو له مخې، په ورث ولسوالۍ کې خلک ډېر کچالو نه کري.

کچالو د نړۍ په کچه تر ټولو زيات کارېدونکي کرنيز مواد دي چې د لسګونو خوړو په ترکيب کې ترې کار اخيستل کېږي.

د باميانو کچالو د هېواد په کچه شهرت لري او د کرنې رياست د چارواکو په خبره، د هېواد د کچاليو له نيمايي زياته برخه له همدې ولايت نه پوره کېږي.

د باميانو د کرنې مشر وايي چې په دغه ولايت کې د څه باندې ٢٠٠زره ټنه کچاليو د زېرمو لپاره اړتيا ده چې په جوړولو سره به يې افغانستان له وارداتي کچالوو خلاص شي او د باميانو کچالوو به د کال په ټولو موسمونو کې ټولو هېوادونو ته ورسېږي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement