ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيو چارو وزارت : د اندړو ستونزه غير مسوولو وسله والو رامنځته کړې

د کورنيو چارو وزارت : د اندړو ستونزه غير مسوولو وسله والو رامنځته کړې

author avatar
19 Nov 2015 - 17:12
د کورنيو چارو وزارت : د اندړو ستونزه غير مسوولو وسله والو رامنځته کړې
author avatar
19 Nov 2015 - 17:12

کابل ( پژواک، ٢٨ لړم ٩٤ ) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې د اندړو ولسوالۍ ستونزه غير مسوولو وسله والو رامنځته کړې او پر ضد يې پوليسو عمليات پيل کړي دي.

څو ورځې مخکې د اندړ ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو په غزني ښار کې دلاريون پر مهال  د هغه تن جسد له ځانه سره راوړى و، چې ددوى په وينا د سيمه ييزو پوليسو له خوا وژل شوى و.

د اندړو ولسوالۍ دغو ځينو اوسېدونکو ادعا کړې وه، چې د سيمې پاڅونوال ، ښځې تښتوي او بيا يې د پيسو په بدل کې خوشې کوي.

د کورنيو چارو وزارت له خوا د لړم په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پوليسو د اندړو ولسوالۍ د يوه ملکي وګړي د قاتلينو پر ضد عمليات په لاره اچولي دي.

سرچينې زياته کړې ، دا عمليات وروسته له هغه په لاره اچول شوي، چې داندړو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو ادعا کړې وه، چې د نور محمد، باز محمد او رحمت په نومونو وسله والو ددې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى وژلى دى.

د کورنيو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګوندې ياد کسان د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې دندې لري او زياته کړې يې ده، تر پلټنو وروسته معلومه شوې چې دغه کسان د سيمې غير مسوول وسله وال دي او د يوه ملکي وګړي په وژلو کې همدوى لاس درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ددې کسانو د نيولو په موخه عمليات دوام لري او ډېر ژر به دوى د قانون پنجو ته وسپاري.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک اژانس ته وويل چې ياد کسان په هېڅ صورت کې له سيمه ييزو پوليسو سره تړاو نه لري.

هغه زياته کړه : (( موږ په اندړو ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس نه لرو، هلته پاڅونوال دي چې له اندړو ولسوالۍ څخه دفاع کوي  او د ترهګرو پر وړاندې درېدلي دي.))

صديقي وايي ، تر پلټنو وروسته معلومه شوې چې د ملکي وګړو په وژلو او ځورولو کې غير مسوول وسله وال کسان لاس لري او پر ضد يې عمليات پيل شوي دي.

د نوموړي په وينا، سيمه ييز پوليس  هېڅکله نه غواړي چې عامو خلکو ته ستونزې جوړې کړي، دوى د هېواد په ١٥٧ ولسواليو کې د خپلو خلکو خدمت کوي.

د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکو چې د وژل شوي ملکي وګړي جنازه يې غزني ښار ته راوړې وه، تر لاريون وروسته يې استازو له امنيه قوماندان امين الله امرخېل سره وليدل او شکايت يې کاوه  چې اربکيان  پرې ظلمونه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.