ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قلم پلورونکې نجلۍ: له ټوپک نه کرکه لرم

قلم پلورونکې نجلۍ: له ټوپک نه کرکه لرم

author avatar
19 Nov 2015 - 12:30
قلم پلورونکې نجلۍ: له ټوپک نه کرکه لرم
author avatar
19 Nov 2015 - 12:30

کابل (پژواک،٢٨ لړم ٩٤): يوولس کلنه عايشه هره ورځ د کابل ښار زرنګار پارک کټارو ته څېرمه رنګارنګ قلمونه پلوري او وايي چې له جګړې کرکه لري او غواړي چې د قلم پلورنې له لارې له جګړې سره مبارزه وکړي.

عايشه وايي چې د دغه کار بل لامل يې اقتصادي ستونزې دي. هغې په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((غواړم د قلم له لارې وښيم چې د ټوپک پر ضد يم .))

دا وايي له جګړې کرکه لري او هره ورځ له داسې کسانو سره مخ کېږي چې د جګړې په سبب له رواني ستونزو سره مخ شوي او ځينو نورو يې د جګړو، چاودنو او ځانمرګو بريدونو له امله خپلې پښې او لاسونه بايللي، نو اړ دي چې د سړک پر سر سوال او يا درانه کارونه وکړي.

عايشه د درېيم پروان د پالنځي په اشيانه ښوونځي کې د څلورم ټولګي دويم نومره ده. دا وايي چې دوه کوچني وروڼه او درې خويندي لري، پلار يې د کابل منډوي کې جوالي دى او وروڼه يې هره ورځ په ښار کې پلاستيکونه پلوري.

دې نجلۍ زياته کړه، بله چاره نه لري اړه ده چې قلمونه وپلوري، که مجبوريت نه واى نو کار يې نه کاوو، يواځې درس به يې وايه او د کور په کارونو کې به يې له خپلې مور سره مرسته کوله.

هغه زياتوي چې هوا سړه شوې، خو لا يې هم د ژمي لپاره سکاره يا لرګي نه دي اخيستې او هڅه کوي چې يو څو پيسې پيدا کړي، خو نه کېږي.

عايشه چې د ښوونځي پاکې جامې يې پر تن وې او د خپلو کتابونو بيک يې د سړک څنګ ته اېښى و، وويل چې هره ورځ له ٢٠ تر ١٥٠ افغانيو پورې ترلاسه کوي، خپلې ټولې راټولې کړې پيسې چې د خپلې کوچنۍ خور پر درملنې او د کور په کرايې لګوي.

دغه نجلۍ وايي چې د کوچنۍ خور زړه يې سورى دى، په کابل کې يې افغاني سرې مياشتې ته ور وړې وه، خو نه پوهېږي چې کله به د دې ادارې له خوا المان ته د درملنې لپاره واستول شي، ځکه څو مياشتې تېرې شوې، خو لا هم نوبت نه دى ور رسېدلى.

د سرې مياشتې وياند مهران صداقت وايي چې همدا مهال سربېره پر دې چې سلګونه ماشومان هر کال المان ته د درملنې لپاره استول کېږي، شاوخاو څلور زره نور ماشومان هم ثبت شوي چې هره مياشت يې ٢٠ کسه د درملنې لپاره استول کېږي او امکان نه لري چې ټول دې يو ځل واستول شي.

صداقت زياته کړه چې دې ادارې په دې وروستيو کې په کابل کې د ماشومان د سوري زړه ناروغۍ د درملنې لپاره په کابل کې يو مجهز روغتون جوړ کړى چې اويا سلنه کارونه يې بشپړ شوي دي.

هغه هيله څرګنده کړه چې د دغه روغتون په پرانيستو سره به د ټول هېواد په کچه د ګڼو دا ډول ناروغو ماشومانو درملنه له ګڼو اسانتياوو سره ترسره شي چې دا کار به بهر ته د هغوى د استولو کچه هم راټيټه کړي.

عايشه وايي: ((کله کله خلک راته وايي چې ځه کار کوه! خو زه کوچنۍ ماشومه يم، څه کار کولى شم، په داسې حال کې چې لوى لوى کسان چې ښوونځي او پوهنتونونه يې پاى ته رسولي، وزګار ګرځي، قلم پلورل زما لپاره تر ټولو غوره کار دى.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.