ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پدرام: د ملي يووالي مشران د خپلو کړو ژمنو په عملي کولو کې ناکامه دي

پدرام: د ملي يووالي مشران د خپلو کړو ژمنو په عملي کولو کې ناکامه دي

author avatar
19 Nov 2015 - 17:44
پدرام: د ملي يووالي مشران د خپلو کړو ژمنو په عملي کولو کې ناکامه دي
author avatar
19 Nov 2015 - 17:44

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٤): د افغانستان د ملي کنګرې ګوند مشر، د ټاکنيزو ژمنو د عملي کولو په اړه د ملي يووالي حکومت مشرانو په ناکام بللو سره ويلي، چې د دغو مشرانو کمزوري د دې لامل شوې چې اقتصادي کړکېچ او نا امني زياته شي.

 عبدالطيف پدرام دغه موضوع نن د "ملي يووالي په اصطلاح د حکومت د سياسي اپوزيسيون په لويه غونډه کې" چې په کابل کې تر سره شوه، څرګنده کړه.

 د هغه په وينا، د موجوده وضعيت څېړنه څرګندوي چې د هېواد سياسي، اقتصادي، ټولنيز او امنيتي وضعيت د ملي يووالي حکومت په رامنځته کېدو سره نور هم خراب شوى دى.

 پدرام وويل: "نه يواځې د ملي يووالي حکومت د کار په پيلولو سره د هېواد په اقتصادي او امنيتي وضعيت کې ښه والى نه دى راغلى، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره وضعيت د خرابېدو په حال کې دى، خو دغه نامشروع حکومت يوازې د وزير او والي د ټاکنې پر جنجالونو بوخت دى."

 د ملي کنګرې مشر ادعا وکړه: "په دغه دولت کې څو غله، قاچاقبر او دلالان پر خلکو واکمني کوي او ان حکومت د نشه يي توکو په توليد او قاچاق کې هم لاس لري."

 د ملي کنګرې ګوند مشر ټينګار وکړ، د حکومت مشران تر اوسه پورې په دې نه دي توانېدلي چې له خلکو سره د ټاکنيزو مبارزو پر مهال خپلې کړې ژمنې عملي کړي او اوسمهال د هېواد په ٧٠ تر ٨٠ سلنه سيمو کې جګړه روانه ده.

 هغه وويل: "يو شمېر کسان وايي چې د دغه حکومت کوم بديل شتون نه لري، خو شته او خلک بايد ځانونه وښوروي او يوه لنډمهاله اداره رامنځته شي، نوې ټاکنې تر سره شي او ان اړينه ده چې فډرال جمهوري نظام رامنځته شي."

 د پدرام په باور، د فدرال جمهور نظام رامنځته کول او په څو ايالاتونو باندې د افغانستان وېشل په دې معنا نه دي چې افغانستان تجزيه شي، ځکه چې د هغه په وينا د هېواد په هر ولايت کې څو قومونه ژوند کوي او د تجزيې مسئله به رامنځته نه شي.

 د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ د افغانستان اوسنى نظام يو متمرکز جمهوري نظام دى چې له کابل څخه اداره کېږي، خو په فډرالي جمهوري نظام کې ولايتونه او ايالاتونه د سيمه ييزو چارو ادارې کې يو ډول خپلواکۍ څخه برخمن کېږي.

 که څه هم پخواني ولسمشر له دغه نظام څخه پر بل په ځانګړي ډول فدرالي نظام بدلولو سره مخالفت کړى و، خو د هغه هوکړه ليک پر بنسټ چې د ملي يووالي حکومت د رامنځته کېدو لامل شو چې د لويې جرګې په رابللو سره د اساسي قانون د تعديل لړۍ پيل کړي او د اجرايي لومړي وزير مقام د دوه کلونو په موده کې رامنځته کړي.

 پر دې سربېره په دغه هوکړه ليک کې څرګنده شوې، تر هغه مهاله چې د اجرايي لومړي وزير مقام د اساسي قانون پر بنسټ جوړيږي، دندې به يې اجرايي مشر چې عبدالله عبدالله دى، پر مخ وړي.

 خو بلخوا د حکومت مشران د خپلو کړو ژمنو په اړه د نيوکو په ځواب کې وايي، چې يو شمېر ژمنې لکه له فساد سره مبارزه او له نړيوالې ټولنې سره د هېواد اړيکو ښه والى عملي کړې او هوډ لري چې په اقتصادي، امنيتي برخو کې شته ستونزو او د اداري نظام د سمون لپاره هم کار وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.