ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مرکزي بغلان کې چاودنې ١٣ تنه ټپيان کړل

په مرکزي بغلان کې چاودنې ١٣ تنه ټپيان کړل

author avatar
19 Nov 2015 - 13:39
په مرکزي بغلان کې چاودنې ١٣ تنه ټپيان کړل
author avatar
19 Nov 2015 - 13:39

لومړى تعقيب- پلخمري، کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٤): د بغلان د مرکزي بغلان ولسوالۍ ته نږدې د امنيتي ځواکونو پر کاروان بريد شوى چې د ٩ ملکي وګړو په ګډون ١٣ کسان ژوبل شوي او په دې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو ٥ کسيزه ډله ونيول شوه.

د بغلان د والي وياند محمود حقمل پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د مرکزي بغلان د سينما مخې ته د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله هغه مهال رامنځه شوه چې د عامه نظم پوليسو کاروان له ساحې د تېرېدو په حال کې و.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې پوليسو ته زيان نه دى رسېدلى او ٩ ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

د مرکزي بغلان روغتون د جراحۍ څانګې مشر ډاکټر خليل نرمګوى وايي، ټپيان چې دوه ٩ کلن او ١٢ کلن ماشومان په کې دي، روغتون ته لېږدول شوي او د ځينو وضعيت يې نازک دى.

خو د بغلان د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر عبدالعليم غفاري وويل چې په دې چاودنه کې څلور پوليس هم ژوبل شوي او په پلخمري ښار کې ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي چې روغتيايي وضعيت يې ښه دى.

د جان محمد په نامه يو عيني شاهد وايي: ((د سينما مخکې مې ترکاري اخيسته چې عامه نظم کتار تېر شو، د سړک څنګ ته په موټر سايکل کې ځاى پر ځاى شوى ماين وچاودېد.))

نوموړى چې په پښه ټپي شوى و، وويل چې د پوليسو د رينجر موټر يوه برخه ويجاړه شوې ده.

امنيتي چارواکو د دې چاودنو د عاملانو په اړه څه نه دي ويلي او مسووليت يې هم تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د روان کال په لومړيو کې هم د مرکزي بغلان د څلور لارې منځ کې چاودنه شوې وه چې له امله يې پنځه ملکي وګړي ووژل شول او ١٢ نور ژوبل شول.

د ويلو ده چې مرکزي بغلان ولسوالي د بغلان ولايت له نسبتا امنو ولسواليو څخه وه چې طالبان يې په ځينو ساحو کې فعاليت لري.

له بلې خوا د ملي امنيت عمومي رياست خبر ورکوي چې په بغلان کې يې د وسله والو مخالفينو د هغه ټولې څلور غړي نيولي چې د قوماندان ضيا الحق په مشرۍ د کندوز ولايت د چهار درې ولسوالۍ اړوندو ساحو کې د دولت پر ضد فعاليت کوي.

د ملي امنيت رياست د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شوو کسانو د کندوز په جګړه کې فعاله وڼده درلوده او د امنيتي ځواکونو له خوا د کندوز له نيولو وروسته بغلان ته تښتېدلي وو. دوى پلان درلود چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوندو سيمو کې ويجاړونکې کړنې تر سره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.