غزني (پژواک، ۲۹ لړم ۹۴): د غزني په مقر ولسوالۍ کې شاوخوا ۵۰۰ کسانو له هغه وروسته لاريون وکړ چې يو شمېر کسان د مقر د لري شوي امنيه قوماندان د بېرته راتګ په موخه د غزني امنيې قوماندانۍ ته ورغلي وو.
يوه لاريون کوونکي رحمت الله د لړم په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل: "د مقر د ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار حاجي محمد يو بې کفايته شخص دی، دی او د ده کسان په ياده ولسوالۍ کې خلک بېځايه ځوروي."
هغه زياتوي، حاجي محمد تش په نوم قوماندان و او ټول واک له سيمه ييزو پوليسو او پاڅوانوالو سره و چې ډېری خلک يې د طالب او له طالب سره د همکارۍ په تور ځورول.
دغه لاريون نن له غرمې مخکې لس بجې د مقر ولسوالۍ په بازار کې پيل شو او له غرمې وروسته تر يوې بجې يې دوام درلود، لاريون کوونکو د يو ساعت لپاره د کابل ـ کندهار لاره هم د ترافيکو پر مخ تړلې وه.
خو د غزني امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مقر ولسوالۍ امنيه قوماندان له دندې نه دی لرې شوی.
دی زياتوي، له تېرې يوې اوونۍ راهيسې يو شمېر خلک د ياد قوماندان په پلوی او يو شمېر نور د دغه قوماندان د لرې کېدو په موخه ورغلي دي.
د مقر امنيه قوماندان دغه تورونه ردوي او زياتوي چې دغه کسان د وسله والو طالبانو له خوا لاريون ته هڅول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن