ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کاناډا کې مېشت افغان محصلینو د کندوز له بېځايه شوو سره مرسته وکړه

په کاناډا کې مېشت افغان محصلینو د کندوز له بېځايه شوو سره مرسته وکړه

author avatar
20 Nov 2015 - 15:12
په کاناډا کې مېشت افغان محصلینو د کندوز له بېځايه شوو سره مرسته وکړه
author avatar
20 Nov 2015 - 15:12

کندوز (پژواک، ۲۹ لړم ۹۴): په کاناډا کې د مېشت افغان محصلینو له خوا د کندوز د وروستیو جګړو له امله له بېځايه شوو سره مرسته وشوه.

د دغو مرستو سمبالوونکي اجمل سرفراز پژواک خبري اژانس ته وویل چې د شپږ زره ډالرو په ارزښت په دغو مرستو کې غوړي، وریجې، نخود او لوبیا شامل دي.

هغه وویل چې په لومړي پړاو کې نن د کندوز سلو بېځایه شوو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې او ټاکل شوې ۱۵۰ نورو کورنیو ته هم ووېشل شي.

د سرفراز په خبره، په کاناډا کې یو شمېر افغان محصلینو چې د کندوز ولایت اوسېدونکي دي، پیسې راټولې کړې او دغه خوراکي توکي یې پرې پېرلي دي.

سربېره پر دې، هغه په نورو هېوادونو کې هم له مېشتو افغانانو وغوښتل څو له اړمنو سره د مرستې د فرهنګ د دودولو په درشل کې له خپلو بېځایه شوو هېوادوالو سره په دغه ساړه موسم کې مرسته وکړي.

د چهاردرې د یتیم کلي اوسېدونکی عبدالودود چې د جګړو له امله له دوو میاشتو راهیسې بېځایه شوی او د کندوز په ښار کې ژوند کوي، د یادې مرستې په ترلاسه کولو يې مننه وکړه.

هغه وویل: ((طالبانو زموږ په کور کې سنګر جوړ کړ، خو دولت بیا په توپ او هاوانونو زموږ کور را ړنګ کړ او اوس یوې ګولې ډوډۍ ته احتیاج یو.))

عبدالودود چې له خپلې کورنۍ سره د کندوز ښار د خواجه کفتر په سیمه کې په یوه خېمه کې اوسېږي، له حکومته وغوښتل څو د دوی د بېرته ځای پر ځای کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

یوه بېځایه شوي محمدیوسف هم وویل چې په کاناډا کې مېشت د افغان محصلینو له هېوادپالنې مننه کوي.

هغه وویل چې تر اوسه یې د دولت له خوا هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې او اوس د کندوز ښار په ګورتپه سیمه کې ژوند کوي او د هوا له سړېدو سره له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د کندوز د کډوالو چارو رييس عبدالسلام هاشمي وویل چې د طالبانو له خوا د کندوز پر ښار د بريد له امله چې د روان کال د میزان په شپږمه پیل شو، شاوخوا شل زره کسان بېځايه شول خو د حالت له سموالي سره اتیا سلنه یې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.