ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار دوه چارواکي له چاودنو روغ ووتل

د کندهار دوه چارواکي له چاودنو روغ ووتل

author avatar
21 Nov 2015 - 16:29
د کندهار دوه چارواکي له چاودنو روغ ووتل
author avatar
21 Nov 2015 - 16:29

کندهار ( پژواک، ٣٠ لړم ٩٤ ) : د کندهار- سپين بولدک پر لويه لاره منډيسار سيمې ته څېرمه دوه چاودنې شوي، خو تلفات نه لري.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دراني د لړم په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، پوليسو د کندهار- سپين بولدک پر لويه لاره د منډيسار په سيمه کې د سړک پر غاړه خښ شوي ماينونه کشف کړي وو، چې تر خنثى کېدو مخکې چاودېدلي دي.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنو کې هيڅ چا ته زيان نه دى اوښتى.

نوموړى دا نه مني چې ګواکې دغه چاودنې دې پر جنرال رازق شېرزي او نياز محمد کاکوزي شوې وي.

خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، د ٢٠٥ اتل قول اردو د هوايي لوا د قوماندان جنرال رازق شېرزي او د ولايتي شورا د غړي نياز محمد کاکوزي پر موټرو  يې چاودنې کړي، خو په اړه يې نور معلومات نه لري چې هغوى ته په کې زيان اوښتى او که نه؟

ياد شوي دواړه چارواکي له دې پېښو روغ وتلي، خو يواځې د جنرال رازق د سورلۍ موټر يو څه زيانمن شوى دى.

د يوه بل خبر له مخې، په ميوند ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

درانى وايي، عمليات د ميوند په ګرماوک سيمه کې شوي، چې پر مهال يې درې وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

دى وايي، د وژل شوو مخالفينو جسدونه او وسلې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي.

دغه راز په همدې ولسوالۍ کې په يوه ترافيکي پېښه کې يو ملکي وګړى هم مړشوى چې په دې ولسوالۍ کې يې د ميراب دنده لرله.

د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، ترافيک پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.