جلال اباد (پژواک، د ليندۍ لومړۍ ٩٤): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د دوو بهرنيو وګړو په ګډون درې وسله وال د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د ليندۍ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې داپېښه تېره ورځ ناوخته د کوټ ولسوالۍ د جلغونډۍ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو په ياده سيمه کې د سړک پر غاړه ماين خښاوه چې خپل ماين پرې چاودېدلى دى.
د نوموړي په خبره، په دې چاودنه کې درې وسله وال وژل شوي او يو بل ټپي شوى او زياتوي چې په وژل شوو کې دوه بهرني وګړي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت وايي چې پوليسو په غزني ولايت کې يو تن له ٢٧ کيلوګرامه ترياکو سره نيولى او تر پلټنو لاندې دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن