کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): د ناټو د بهرنيو چارو وزيران به په راتلونکې غونډه کې د افغان ملي ځواکونو د ملاتړ لپاره پر ځينو ځانګړو اقداماتو غور وکړي.
ټاکل شوې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د ليندۍ په ١١مه د بلجيم په بروکسل کې پيل شي.
جرمني رسنۍ (ډي پي اى) د ناټو د سرچينو په حواله خبر ورکړى چې د ناټو د بهرنيو چارو وزيران به په دې غونډه کې د افغان ملي ځواکونو د ملاتړ په موخه پر ځانګړو اقداماتو پرېکړې وکړي.
سرچينې ويلي چې افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې د ا جنډا په سر کې وي او زياته کړې يې ده چې د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې لپاره د افغانستان په اړه ځانګړى راپور چمتو شوى دی.
د ناټو يوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط ويلي، د افغانستان په اړه چمتو شوي راپور کې راغلي چې ناټو به له افغان امنيتي ځواکونو سره د استخباراتي معلوماتو د شريکولو پروسه زياتوي.
په راپور کې راغلي چې د زياتو استخباراتي معلوماتو له شريکولو موخه دا ده، څو د هغو پېښو مخنيوى وشي چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې رامنځته شوې ده.
د يادونې ده، د ١٣٩٤ لمريز کال د تلې په ٦مه، د کندوز ښار سقوط کړى و چې په تېرو ١٤ کلونو کې لومړى لوى ښار و چې د وسله والو طالبانو په لاس سقوط وکړ.
دغه راز د سرچينې د معلوماتو له مخې، ناټو پلان لري چې د افغانستان هغو سيمو ته خپل روزونکي او نور ځواکونه واستوي چېرې چې اوس نشته او هلته امنيتي ستونزې ډېرې دي.
سرچينې زياته کړې: ((له دغه کار څخه موخه دا ده، څو د ستونزو او اړتيا پر مهال د ناټو ځواکونه وکولى شي له افغان ځواکونو سره هوايي بمبار کې مرسته وکړي.))
په دغه راپور کې راغلي چې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې به د دغه سازمان غړي هېوادونه د ناټو له راتلونکي ماموريت سره د همکاريو په اړه خپلې ژمنې بيا را تازه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن