ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره پر ځانګړو اقداماتو غور کوي

ناټو د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره پر ځانګړو اقداماتو غور کوي

author avatar
22 Nov 2015 - 12:51
ناټو د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره پر ځانګړو اقداماتو غور کوي
author avatar
22 Nov 2015 - 12:51

کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): د ناټو د بهرنيو چارو وزيران به په راتلونکې غونډه کې د افغان ملي ځواکونو د ملاتړ لپاره پر ځينو ځانګړو اقداماتو غور وکړي.

ټاکل شوې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د ليندۍ په ١١مه د بلجيم په بروکسل کې پيل شي.

جرمني رسنۍ (ډي پي اى) د ناټو د سرچينو په حواله خبر ورکړى چې د ناټو د بهرنيو چارو وزيران به په دې غونډه کې د افغان ملي ځواکونو د ملاتړ په موخه پر ځانګړو اقداماتو پرېکړې وکړي.

سرچينې ويلي چې افغانستان  د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې د ا جنډا په سر کې وي او زياته کړې يې ده چې د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې لپاره د افغانستان په اړه ځانګړى راپور چمتو شوى دی.

د ناټو يوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط ويلي، د افغانستان په اړه چمتو شوي راپور کې راغلي چې ناټو به له افغان امنيتي ځواکونو سره د استخباراتي معلوماتو د شريکولو پروسه زياتوي.

په راپور کې راغلي چې د زياتو استخباراتي معلوماتو له شريکولو موخه دا ده، څو د هغو پېښو مخنيوى وشي چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې رامنځته شوې ده.

د يادونې ده، د ١٣٩٤ لمريز کال د تلې په ٦مه، د کندوز ښار سقوط کړى و چې په تېرو ١٤ کلونو کې لومړى لوى ښار و چې د وسله والو طالبانو په لاس سقوط وکړ.

دغه راز د سرچينې د معلوماتو له مخې، ناټو پلان لري چې د افغانستان هغو سيمو ته خپل روزونکي او نور ځواکونه واستوي چېرې چې اوس نشته او هلته امنيتي ستونزې ډېرې دي.

سرچينې زياته کړې: ((له دغه کار څخه موخه دا ده، څو د ستونزو او اړتيا پر مهال د ناټو ځواکونه وکولى شي له افغان ځواکونو سره هوايي بمبار کې مرسته وکړي.))

په دغه راپور کې راغلي چې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې به د دغه سازمان غړي هېوادونه د ناټو له راتلونکي ماموريت سره د همکاريو په اړه خپلې ژمنې بيا را تازه کړي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.