ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نوی قیریزی سړک د تخار ولایت د هزارسوموچ ولسوالۍ ته د خلکو تګ او راتګ آسانه کوي

نوی قیریزی سړک د تخار ولایت د هزارسوموچ ولسوالۍ ته د خلکو تګ او راتګ آسانه کوي

author avatar
22 Nov 2015 - 14:15
نوی قیریزی سړک د تخار ولایت د هزارسوموچ ولسوالۍ ته د خلکو تګ او راتګ آسانه کوي
author avatar
22 Nov 2015 - 14:15

تالقان، تخار، د ۱۳۹۴ کال د لیندۍ د میاشتې لومړی نیټه – پرون د افغان-المان د همکارۍ ادارې د هزارسوموچ سړک سندونه چې په دې وروستیو وختو کې بیارغولی شوی او قیریزی شویدی د تخار ولایت مقامونو ته وسپارل. د تالقان د ښار، د تالقان د هوایي ډګر او د هزارسوموچ د ولسوالۍ ترمنځ سړک اوس په رسمي توګه د ترافیکو پرمخ پرانیستۍ دی .
ددې پروژې ټول لګښټ ۱۷۵ میلیونو افغانیو ته رسیږي چې د المان د حکومت له خوا د KfW د پراختیایي بانک له لارې تمویل شویدی.
نوموړې پروژه د سیمه ایزې بیخبنا د پراختیا د وجهي صندوق تر نظر لاندې پلۍ شوه چې یو پرانیستۍ او انعطاف منونکی پروګرام دی اوموخه یې داده چې په ولایتي کچه ټولنیزې او اقتصادي بیخبنا ته سمون ورکړي او د پروژو په طرح او تطبیق کې د سیمه ایز حکومت توان لوړکړي .
د سړک د پرانیستلو د مراسمو په پیل کې د المان پراختیایي کمیشنر ډاکټر فرانک پول وویل: "د تالقانو او هزارسوموچ ترمنځ سړک د تخارپه ولایت کې د دوامدارې پراختیا دپاره ډیر ارزښت لري. دا سړک به هغه کلي چې د سړک په اوږدو کې پراته دي د راز راز خدمتونو او د تالقان بازار او دهغه نه وړاندې ځایونو سره ونښلوي." همداراز د تخار والي ښاغلي محمد یاسین ټینګار وکړ چې ښه بیخبنا د ښه امنیت سبب ګرځي.
هغه زیاته کړه: "سیمه ایزې ټولنې پوهیږي چې هغوی به ددې سړک نه ډیر زیاته ګټه پورته کړي. هغوي په لیوالتیا سره غواړي چې د هغه د ښې ساتنې او څارنې دنده په غاړه واخلي ."
نوموړي پوخ سړک د نقلیه وسایطو ډیر مصئونه او چابک تګ راتګ ممکن کړی او د تالقان او هوایي ډګر او د تالقان او هزارسوموچ ترمنځ دتګ راتګ وخت یې ډیر کم کړیدی. ددې سړک څخه ۷۰۰۰۰ تنه اوسیدونکي چې اوس کولای شي د ولایت مرکز ته په ډیره آسانۍ سره لاسرسۍ ولري، په نیغه توګه ګټه اخلي. هغوی اوس کولای شي د مرکز د بازارونو او نورو مراجعو څخه ډیره ښه ګټه واخلي. د سړک په پرانیستلو سره دترانسپورت مهال او لګښت ډیر کم شویدی چې د ښاري بزګرو د عوایدو د زیاتوالي سبب ګرځي. د کلي یو اوسیدونکي د سړک د ترمیماتو په باب داسې وویل: “سر له نن څخه زه کولای شم خپل محصولات د تالقانو په بازا کې وپلورم ځکه اوس هلته تګ راتګ ډیر آسانه، چابک اوارزانه شویدی .”
د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په میاشت کې د ترمیمي کارونو په پایته رسیدو سره، اوس دا سړک لږ ترلږه د ۹ میترو په کچه برداره شویدی او د ټول کال په اوږدو کې د نقلیه وسایطو د ګټې اخیستنې وړ دی. نوموړی سړک اوس د تیزو بارانونو او سملاسي سیلابونو په وړاندې چې په دې ولایت کې ډیر معمول دي، مقاومت کولای شی. دسړک ځینې برخې له سره سم شویدي او یو یوخطه پول له سره جوړشوی او برداره شویدی. دا کار دلاریو په شمول د نقلیه وسایطو تګ راتګ آسانه کړیدی. مخکې له دې چې د ترمیم کار د ۲۰۱۳ کال د نومبر په میاشت کې پیل شي، دا سړک یوه د دوړو ډکه او ناولې لاره وه او د نقلیه وسایطو د ترافیک د پاره مساعده نه وه. د پسرلي په موسم کې، د دې سړک ځینې برخې د سړک پر سر د
ښوییدو د خطر او سیلابونو له امله بندیدلې .
د تخار د ولایتي پراختیا کمیټې د هغه ولایت د پراختیایي لومړیتوبونو پر اساس د تالقان-هزازسوموچ سړک د ودانولو نوښت پیل کړ. د تخارولایت د فواید عامې ریاست د نوموړی وجهي صندوق د انجینرانو په نږدې همکارۍ د پروژې د کار څخه په نیغه توګه څارنه وکړه .
نوموړی وجهي صندوق د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت ) BMZ ( له خوا ګمارل شویدی او د KfW د پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي او د Joint Venture Grontmij-GOPA-INTEGRATION د ادارې له خوا د افغانستان د مالیې، اقتصاد، انرژۍ او ابو، د کلیو د بیارغونې او پراختیا، پوهنې او روزنې او فواید عامې د وزارتونو او د بیلابیلو ولایتی نهادونو په ملتیا پلۍ کیږي.

Released by the PR-Unit of the German Cooperation with login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.