ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځانمرګي بريد ته روزل شول ماشوم ونيول شو

ځانمرګي بريد ته روزل شول ماشوم ونيول شو

author avatar
22 Nov 2015 - 12:23
ځانمرګي بريد ته روزل شول ماشوم ونيول شو
author avatar
22 Nov 2015 - 12:23

کندوز (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): د کندوز پوليس وايي هغه کوچنى ماشوم يې نيولى چې شپږ کاله وړاندې د طالبانو له خوا تښتول شوى و او په امام صاحب ولسوالۍ کې يې د ځانمرګو بريدونو روزنه ورکړې وه.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمدقسيم جنګلباغ پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو ١١ کلن روح الله په پنځه کلنۍ کې د کندوز په مرکز خان اباد کې نیولی و.

هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو دا ماشوم په امام صاحب ولسوالۍ کې د شپږو کلونو لپاره پټ ساتلى و او د ځانمرګي روزنه يې ورکوله چې بالاخره پرون ماښام د کندوز ښار د لومړۍ امنيتې حوزې د پوليسو د کنټرول په پوسته کې ونيول شو.

امنيه قوماندان زياته کړه چې ماشوم د سپرلیو په يوه موټر کې زبون وهلى معلومېده، له نيولو او څېړنو وروسته څرګنده شوه چې د ځانمرګي روزنه ورکړل شوې دي.

جنګلباغ زياته کړه چې طالبانو ماشوم ته پر ژبه پيچکاري هم ورکړې وه چې ځانمرګى وکړي، خو د نيولو پر مهال له ده څخه د ځانمرګي وسايل نه دي ترلاسه شوي.
هغه زياته کړه چې ماشوم يې خپلې کورنۍ ته سپارل شوى او په دې اړه څېړنې روانې دي.

د روح الله پلار رحمت الله وويل، دا چې زوى يې بېرته د کورنۍ غېږې ته راستون شوى او د ځانمرګي نه چې يو نا بښل کېدونکى عمل دى، ژغورل شوى، خوښ دى.

هغه زياته کړه: ((شپږ کاله وړاندې مې زوى د کور له مخې ورک شو. سره له دې چې څو کاله مو د هغه لټون وکړ، خو هڅې مو بې پايلې وې او په دې فکر و چې زوى مې ژوندى نه دى او بيا به يې مخ ونه ګورم.))

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ ځينو ځايي سپين ږيرو او مشرانو ويلي وو چې بهرني طالبان د امام صاحب ولسوالۍ په ځنګل سيمه کې ماشومان او تنکي ځوانان جلب او جذبوي او د چاودنو او ځانمرګو زده کړه ورکوي.

خو طالبانو ياده موضوع د دوى پر وړاندې پروپاګنډ او افواهات بللي دي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، دوى هېڅ اړتيا نه لري چې ماشومان بريد ته وهڅوي، داسې اوازې اچول تبليغات دي، چې غواړي دوى بدنام کړي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.