ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قدير: دداعش ډلې مشران کابل کې ژوند کوي او د ملي امنيت شورا ملاتړ له ځان سره لري

قدير: دداعش ډلې مشران کابل کې ژوند کوي او د ملي امنيت شورا ملاتړ له ځان سره لري

author avatar
23 Nov 2015 - 17:44
قدير: دداعش ډلې مشران کابل کې ژوند کوي او د ملي امنيت شورا ملاتړ له ځان سره لري
author avatar
23 Nov 2015 - 17:44

کابل(پژواک، ٢ ليندۍ ٩٤): د ولسي جرګې لومړى مرستيال ادعا کوي چې د (( داعش)) ډلې مشران په کابل کې دي او ملي امنيت شورا له دې ډلې ملاتړ کوي، خو ملي امنيت شورا دا څرګندونې غير مسوولانه او له حقيقت څخه لرې بللې دي.

 د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير شاوخوا درې مياشتې وړاندې ننګرهار ته تللى و، څو له داعش ډلې سره مبارزه وکړي.

هغه نن د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې حاضر شو او ويې ويل:((ټول دوستان مې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پراته دي، په داسې ځاى کې دي چې نه يې د  ورځې او نه د  شپې معلومات اخيستل کېږي، خو له دښمن سره هم حکومت، هم پاکستان او هم ټوله نړۍ مرسته کوي، خو موږ په کمو امکاناتو سره هلته پراته يو.))

 هغه وويل چې له داعش سره  يې د مبارزې په برخه کې له حکومت نه هېڅ مرسته نه ده تر لاسه کړې او ټول امکانات يې خپله او دوستانو ورته چمتو کړي دي.

نوموړي زياته کړه، په داسې حال کې چې خلک په خپلو کورونو کې تومانچه نه لري، داعش ځواکونه له ټانک او الوتکې پرته په هر ډول پرمختللو وسلو لکه دهشکه او زيکو يو سمبال دي.

هغه وايي،  د ځينو ولايتونو لکه بدخشان، فارياب، کندوز، تخار، کونړ، نورستان، لغمان او نورو ولايتونو د نا امنيو پلان خپله همغه ولايت کې جوړېږي، څنګه چې د کندوز والي هر وخت د امنيت د شتون خبرې کولې، تر دې چې ولايت د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا ونيول شو.

 نوموړي زياته کړه:((که چېرته همغه ورځ جلال اباد ته نه واى تللى، جلال اباد به تر ٢٤ ساعتونو پورې سقوط کړى و، پلان همدا و او دا چې څنګه د دښمن د پلان مخنيوى وشو او شنډ، زياتو توضيحاتو ته اړتيا لري.))

هغه له داعش سره پر مبارزه ټينګار وکړ او ويې ويل:((هر کله چې يو بهرنى کس د سيل او سوداګرۍ لپاره راځي، را دې شي، خو څوک چې د افغانانو د سر پرې کولو لپاره راځي، هر کس چې غير افغان وي، نو دلته به يې سر پرې شي.))

د هغه په خبره، شاوخوا ٢٠ زره کورنۍ له پاکستان نه د ننګرهار شينوارو ولسواليو ته راغلې چې اکثره يې وسلې لري او پاکستاني کارتونه ورسره دي.

 هغه زياته کړه چې دا کسان په دې سيمو کې د نا امنيو لامل شوي.

هغه وويل چې دې کورنيو ته يې اعلان کړى چې له سيمې د وتلو تصميم ونيسي او که نه هغوى به په زور وباسي او يا به سيمه ورته هديره کړي.

هغه زياته کړه چې ددې موضوع له اعلان وروسته شاوخوا ٧٠٠ افريدي کورنۍ له سيمې وتلې، خو حکومت ورته ويلي چې مه ځئ، هملته پاتې شئ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.