کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٤): د حکومت اجرايي مشر وايي چې "حزب التحرير" د ترهګرو سازمانونو ملکي څانګه ده چې د هېواد په اکاډميکو بنسټونو کې يې پراخ نفوذ کړى او ځوان نسل بنسټ پالنې ته هڅوي.
ډاکټر عبدالله عبدالله نن د وزيرانو شورا په غونډه کې د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې په نننۍ ناسته کې د "حزب التحرير" د فعاليتونو څرنګوالى څېړل کېږي.
هغه زياته کړه، دا ګوند خپل ډېر فعاليتونه په اکاډميکو ساحو، ټولنو او په ځانګړي ډول د ځوانانو په منځ کې ترسره کوي او په حقيقت کې د ويره اچوونکو سازمانونو ملکي څانګه ده چې ځوان نسل او خلک بنسټپالنې او ترهګريزو فعاليتونو ته هڅوي.
د حکومت اجرايي مشر زياته کړه: ((حزب التحرير پراخ فعاليتونه لري او دا فعاليتونه د امنيتي ارګانونو له سترګو لرې نه دي، خو هغه اړينه پاملرنه چې د دغو فعاليتونو د مخنيوي لپاره بايد شوې واى، تر اوسه نه ده شوې.))
"حزب التحري You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن